د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، “ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي محمد قاسم خالد سره وکتل.
“په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دې ليدنه کې دواړو لورو د نیمروز د کاني زېرمو د ښه مدیریت، د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو را جلبول، د عوایدو د کچې لوړولو او د کاني پروژو له لارې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
دغه راز لیدنه کې پانګوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کېدو او د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه هم بحث او خبرې شوې دي.
د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له حاکميت را وروسته د کانونو د غير قانوني استخراج په بشپړ ډول مخنيوی شوی.