په غزه کې د حماس په مشرۍ د روغتیا وزارت وايي، د تېر اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله تر ۴۰ زرو زیات فلسطینیان شهيدان شوي دي.
دا شمېر د پنجشنبې په ورځ ۴۰ زره او پنځو تنو ته لوړ شو، چې په جګړه کې انسانانو ته د سر زیان خورا درنه بیه ښکاروي.
د انساني تلفاتو ترڅنګ له سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې نژدې ۶۰ سلنه ودانۍ زیانمنې یا بشپړې ویجاړ شوې دي.
انځورونه ښيي په تېرو څو میاشتو کې د غزې په سوېل کې د رفح ښار ته تر ټولو ډېر زیان رسېدلی دی.
خو تایید شوي رپوټونه وايي، د تلفاتو ستره برخه ماشومانو، مېرمنو او یا هم د لوړ عمر خلکو ته اوښتي.
اسرائیل غزې ته په خپلواکه توګه د نړیوالو خبریالانو د ننوتلو مخه نیسي، چې له همدې امله د شمېرې کره والی نه شي تاییدولی.
په تېر کې د غزې د روغتیا وزارت شمېرې په پراخه کچه د جګړو په وخت کې کارول شوې او د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو لخوا د باور وړ ګڼل کېږي.
یو شمېر کارپوهانو ویلي، په غزه کې د جګړې په مستقیمه پایله کې د شهيد شویو کسانو ریښتینی شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. د سیمه ییزو چارواکو په وینا د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې شاوخوا لس زره جسدونه پاتې دي.
دا جګړه هغه مهال پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس اسلامي غورځنګ په زرګونو وسله والو د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ.
د اسرائیلو د شمېرو له مخې په هغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.