غزه کې د اوربند د خبرو نوی پړاو د امریکا، قطر، مصر او اسراییل ترمنځ د قطر په دوحه کې پیل شو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، مصر او قطر به د دغه خبرو په تړاو له حماس سره همغږي وي.
په دغو خبرو اترو کې د اسراییل د موساد استخباراتي ادارې مشر ډویډ برنیا، د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې رییس بیل برن، د قطر لومړی وزیر او دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د مصر د استخباراتي ادارې رییس عباس کمال ګډون لري.
غزه کې د اوربند په اړه خبرې داسې مهال پيل کېږي چې تېره ورځ د حماس اسلامي غورځنګ لوړپوړي غړي ويلي و چې دوی به غزه کې د اوربند په اړه پلان شویو غير مستقیمو خبرو کې ګډون ونه کړي.