Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس يو لړ تازه ټاکنې شوې دي
    افغانستان

    د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس يو لړ تازه ټاکنې شوې دي

    صابر افغانصابر افغان17 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس په بېلابېلو برخو کې يو لړ تازه ټاکنې شوي دي.

    د ښاغلي مجاهد په خبره د افغانستان برښنا امارتي شرکت مخکنی رئیس ملا محمد حنیف حمزه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی.

    همدا راز بيا د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتني ریاست مخکنی رئیس مولوي حسام الدین صابري، د کانونو او پترولیم وزارت د مالي او اداري معین؛ او د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء مخکنی قومندان ملا امین الله زبیر، د هلمند ولایت ‏د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

    مجاهد زياتوي چې ملا محمد همایون جهادیار د بغلان ولایت د والي د مرستیال، د هلمند ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پنځمې سرحدي لواء د قومندان، او د بغلان ولایت د والي مخکنی مرستیال ملا احمد الله مبارک ‏د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

    همدا رنګه د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي، د اریانا افغان هوايي شرکت د رئیس، او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکنی معین مولوي حمدالله زاهد، د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو د معين، او د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مخکنی معين ډاکټر عبدالباري عمر د افغانستان برښنا امارتي شرکت د رئيس په توګه ټاکل شوي.

    ‏او د افغانستان د اوسپنيزي کرښي مخکنی مالي او اداري مرستیال محمد نعیم اغا، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

    دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم بار بار‌ د وزارتونو او لويو ادارو په ګډون چارواکي د مشرتابه په حکم تغير او تبديل شوي او خپلو کارونو ته یې ادامه ورکړې.

    مخکینۍ مقالهشيخ خالد حنفي: د افغاني ټولنې د ناوړه دودونو له منځه وړلو لپاره جدي هڅې کوو
    راتلونکي مقاله د شهيدانو او معلولينو سرپرست له هغې کورنۍ سره کتلي چې ۳ زامن يې په شل کلن جنګ کې شهيدان شوي

    مربوطه لیکنې

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلي…

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.