د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، “د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د استازي اصف دراني وروستۍ څرگندونې له ځمکنيو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه گڼل کېږي.”
په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کېږي.
خبرپاڼه زياتوي، افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هېوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.
ياد وزارت ويلي، “د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعش فتنهگره ډله په بشپړ ډول وځپي، که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.”
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي. د افغانستان حکومت د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد د پاکستان اغېزناک ارګانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.
خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.