د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د یاد ولایت د ۴۵ کیلومتره عمومي سړک د بیارغونې پروژه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه، چې په بشپړېدو سره به یې د تګ راتګ او ترافیکي خوندیتوب په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د معلوماتو له مخې، د دغه عمومي سړک د بیارغونې چارې به د شتل ولسوالۍ له دالانسنګه تر دوآبي بهارک بازار پورې ترسره شي، چې په تېرو کلونو کې د ټیټ کیفیت جوړولو او طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی دی.
د پروژې په چوکاټ کې د سړک د خرابو برخو ترمیم، د درزونو ډکول، د کابیني دېوالونو جوړول، د پلچکونو رغول او د اوبو د لېږد لپاره د ویالو او لارو جوړول شامل دي.
پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر په وینا د روان کال په اوږدو کې د پنجشېر-تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې هم پیل شوي، چې پلنوالی یې ۱۲ متره او ټولیز لګښت یې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی او اوس د پروژې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي.


