خبر:
ګڼو لوېدیځو رسنیو په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په اړه مطالب خپاره کړي دي؛ نوموړی څو ورځې وړاندې د افغانستان په اړه د منفي او له حقیقت څخه لېرې راپورونو د خپرولو له کبله، د افغان حکومت له لوري دغه هېواد ته له سفر کولو منع شو.
فاکس نیوز په خپل مطلب کې په دې اړه د اروپایي ټولنې، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو غبرګونونو ته اشاره کړې ده؛ د سرچینې په خبره، دغه بنسټونو افغانستان ته د بنیټ پر سفر بندیز غندلی او په وینا یې دا چاره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه شته اندېښنې نورې هم ډېرولی شي.
په ورته وخت کې د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له یوې خصوصي رسنۍ سره د مرکې پرمهال تایید کړه، چې پر ریچارډ بنیټ یې افغانستان ته په ورتګ لپاره ځکه بندیز لګولی چې نوموړي د افغانستان پر ضد تبلیغات کول.
تبصره:
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنیټ چې په ۲۰۲۲ کال پر دغه ماموریت ګومارل شوی، که یې د دندې تېرې نږدې دوې کلنې مودې ته فکر وشي، له بده مرغه په متواتره توګه یې د افغانستان د خلکو او حکومت ضد پالیسي اختیار کړې، د افغانستان پر ضد او له حقیقتونو لېرې راپورونه خپروي او له د خپلو ناستو او کارونو تمرکز یې ټول پر هغو کړیو او اشخاصو دی چې تېر شل کاله پر افغانستان پر زور واکمن وو او اوس هم له هرې لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې شته امنیت اخلال او نړۍ ته د افغانستان تصویر منفي وښيي.
بنیټ افغانستان ته د خپل ماموریت له پیل راهیسي څو ځله سفرونه کړي، دلته یې شته امنیت، اقتصادي تحرک او په بېلابېلو برخو پرمختګونه په خپلو سترګو لیدلي، خو له بده مرغه د دې پر ځای چې نوموړی په خپلو راپورونو کې بې پرېوالي او حقیقت ته انعکاس ورکړي، تل د افغانستان او افغانانو د مخالفو ادرسونو او کړیو لپاره لاسپیکر ګرځېدلی او په نړیوالو سټېجونو یې د افغانستان او افغانانو پر ضد د زهرجنو تبلیغاتو لړۍ پیل کړې ده.
که څه هم له نوموړي څخه اوسني افغان حکومت په وار وار د خپلو خپرو کړو منفي راپورونو په اړه وضاحت غوښتی، خو نوموړي پرته له دې چې په دې اړوند وضاحت ورکړي، تل یې د افغانستان او افغانانو ضد جبهه نیولې او د منفي تبلیغاتو پراخ کمپاین یې پیل کړی دی؛ له همدې کبله افغانستان ته د نوموړي پر سفر بندیز یو معقول او له اصولو سره برابر اقدام دی؛ ان دا اقدام باید وړاندی شوی وی، خو ښايي دلیل به یې د اوسني افغان حکومت د زغم پالیسي وي.
له بلې خوا دې خبر ته د شر او فساد لارویان/بغاوتګران هم ډېر اندېښمن دي او دا پرېکړه یې د خفګان وړ بللې او سخت پرې خفه دي؛ دوی وايي چې بنیټ د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر فعاله و او هر هغه غږ به یې ورسره بدرګه کاوه، چې دوی به یې غوښتنه کوله، خو دوی دومره جاهلان دي چې ان په دې هم نه پوهېږي چې افغاني ټولنه د غربي ډوله حقونو سرسخته مخالفین دي، دوی مسلمانان دي او ځان او ټولې ټولنې ته یوازې د اسلام په چوکاټ کې برابر حقوق غواړي او عملاً یې ورکړي هم دي؛ دوی پر اسلام، د اسلامي قوانینو په دفاع او له غربي قوانینو سره په مخالفت کې سترې قربانۍ ورکړې دي، دوی هغه ستر امپراتوران راڅملولي چې غوښتل یې خپل ارزښتونه پر افغانانو وتپي.
نه یوازې بنیټ، بلکې دا که هر افغان یا بهرنی وګړی وي، چې د افغانستان د ملي امنیت خلاف غږ پورته کوي، د افغانانو پر ضد جبهه نیسي او له حقیقت لېرې زهرجن تبلیغات کوي باید قانوني او اصولي چلن ورسره وشي؛ دا په ټوله نړۍ کې یو اصل دی، ان ځینې هېوادونه خو په دې برخه کې یو څو ګامه وړاندې هم ځي، دغه ډول کسان نیسي او یا یې په بهرنیو هېوادونو کې موخه ګرځوي.
له نړۍ سره د افغانستان تعامل دا معنی نه ده، چې دوی هرڅه وايي باید ټول فرمایشونه او غوښتنې یې ومنل شي، بلکې دا تعامل باید پر دوو اړخیزو اصولو او درناوي ولاړ وي.
ملګري ملتونه د افغانستان پر وړاندې ډېر نور مسئولیتونه لري چې باید ترسره یې کړي؛ ملګري ملتونه پر افغانستان د اوسنیو بې مانا او ناقانونه بندیزونو له کبله مسئول دي، ملګري ملتونه مسئول دي چې افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې د اشغالګرو هېوادونو له کبله د اوښتو زیانونو له کبله دوی د تاوان او خسارې ورکړې ته اړ کړي.
ملګري ملتونه مسئول دي چې د افغانستان اوسنۍ کنګل کړې پانګه راخلاصه کړي، ملګري ملتونه مسئول دي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر کرکیلي او کاروبار د بندیز له کبله له افغانانو سره د بدیل معیشت په برابرولو کې مرسته وکړي.
ملګري ملتونه مسئول دي چې له تورو لېستونو د افغان حکومت د مشرانو نومونه وباسي او بالاخره ملګري ملتونه مسئولیت لري چې په افغانستان کې شته واقعیتونه، ډاډمن امنیت، اقتصادي تحرک او په بېلابېلو برخو کې روان پرمختګونه په پرانیستو سترګو وویني او په دې برخه کې د افغانانو ملاتړ وکړي.
دا د دوی اصلي مسئولیتونه او دندې دي، له همدې کبله ورته په افغانستان کې د حضور او فعالیت اجازه ورکړل شوې ده، نه دا چې دوی د افغانانو او افغانستان پر ضد جبهه ونیسي او د نورو منفي او زهرجنو تبلیغاتو لاسپیکر وګرځي.