رويټرز راپور ورکړی، چې ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د تولید لپاره د اړینو موادو او تجهیزاتو د واردولو په موخه د څه باندې ۵۰۰۰ پوځي او مالي ادارو پټه شبکه جوړه کړې ده.
د رویټرز راپور له مخې، دغې شبکې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د ۲.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، چاودېدونکي مواد، کیمیاوي توکي او لوی باروړونکي موټرونه وارد کړي دي.
رویټرز وايي، د دغو وارداتو یوه برخه له روسیې او اروپايي هېوادونو څخه د بېلابېلو لارو له لارې ایران ته لېږدول شوې او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه د جګړې له پیل وروسته هم دوام لري.
څېړنه زیاتوي، سره له دې چې د امریکا او اسراییلو بریدونو د ایران پوځي تاسیسات په نښه کړي، دغه هېواد د جګړې پر مهال هم د خپل پوځي تولید لپاره د اړینو تجهیزاتو وارداتو ته دوام ورکړی دی.


