ارګ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکي چې د افغانستان اسلامي امارت د کابينې څلورمه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
خبرپاڼه زياتوي چې د کابينې په غونډه کې له اجنډا سره سم په يو شمېر موضوعاتو بحث وشو او د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د درملو نرخونه کنټرول کړي، د خپل اصلي نرخ څخه په لوړه بیه د پلور مخنیوی وکړي او ټول درملتونونه متوجه کړي ترڅو درمل په خپل مناسب قيمت وپلوري او د خلکو له مجبوريت څخه ناوړه استفاده ونه کړي.
همدارنګه خبرپاڼه کې راغلي چې د کابينې په دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې له نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ دې د انسانانو د قاچاق مخنیوي ته توجه وکړي او په دې برخه کې دې اقدامات وکړي.