Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې باغيان او نړيوال جاسوسي سازمانونه.
    لیکني

    د شر او فساد ډلې باغيان او نړيوال جاسوسي سازمانونه.

    عمران آغاعمران آغا27 اگست 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    په نړۍ کې څو سوپر طاقتونه دي چې د نړۍ د امنيت خرابوالي اصل عاملين دي؛ نور اسلامي او غير اسلامي هېوادونه يې اکثره ځانونه متحدين بولي.

    امريکا، برتانيه، يورپي اتحاد او روسيه ده چې په نړۍ کې د هرې جګړې او هر استخباراتي پلان تر شاه د دوی لاس ضرور وي.

    تاجکستان، ازبکستان، چين، شمالي کوريا او ايران چې د روس متحدين دي او بل طرف برتانيه، يورپي اتحاد او امريکا يو له بل سره همکاره او نور اکثريت هېوادونه دوی ته غلامي کوي.

    کله چې روسيه پوه شوه چې د شر او فساد ډله د داعش خراسان سره يوه شوې نو يې پر تاجکستان فشار راوړ او د شر او فساد ډلې دفترونه يې ورته وتړل؛ نړيوال جاسوسي سازمانونه پوهېږي چې داعش يوه غربي پروژه ده چې اوس يې د شر او فساد په جامه کې تر روسيې، ايران او نورو د منځنۍ آسيا تر هېوادونو ځان و رساوه.

    دا چې د شر او فساد ډلې ته بادار نه، بلکې پيسې او ډالر مهم دي، تعصب ورته اهم دی؛ تاجکستان او نورو استخباراتي سازمانونو دوی ته په افغانستان کې د نظامي عملياتو پر سر پيسې ورکولې؛ ځکه به دوی د تاجکستان په غرونو کې ويډيوګانې وکړې او د درواغو په مقاومت باندي به يې پيسې ترې اخيستلې چې يوه وجه د دوی له تاجکستان څخه د شړلو هم همدغه وه؛ خو په حقيقت کې يې مقاومت يواځې تر فېسبوک پوري محدود وو او په فېک ويډيوګانو جوړولو سره يې له نړيوال جاسوسي سازمانونو څخه پيسې اخيستلې.

    کله چې تاجکستان د دوی دفترونه وتړل نو دوی هم د همېش په څېر غرب ته زارۍ شروع کړې چې موږ څه وکړو؟ ځکه په دغه وخت کې ترکيې هم پرې فشارونه راوړي او د عبدالرشيد دوستم قوماندانان يې نيولي او ډيپورټ کړي وو.

    غربي جاسوسي سازمانونو ته د زارۍ کولو کليپ يې هندوکش ويبسايټ کې خپور شوی.

    پاکستان چې مخکې يې هم د داعش خراسان او د شر و فساد ډلې تر منځ په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې غونډې دايرې کړې او دغه دوې ډلې يې هماهنګي او تفاهم ته سره رسولې وې؛ تر څو يو له بل سره مالي او تسليحاتي مرستې وکړي؛ کله چې شر او فساد ډلې پر غرب و ژړل نو هغوی بياځلي د پاکستان ادرس ورکړ چې ورسره مرسته وکړي!

    پاکستان ته هم يوه نوې پروژه او ډالر پيدا شول، ځکه مخکې د داعش خراسان پر روزلو يې له غرب، يهودو او عربستان څخه ډالر اخيستل، اوس د شمالي ټلوالې پروژه ورته پوره و رسېده؛ تر څو خپل هېواد له ډيواليتوب څخه و ژغوري او قرباني افغانان کړي؛ ځکه يې د شر او فساد ډلې ته ښه راغلاست و وايه.

    پاکستان په سيمه کې د همدې لپاره پيدا شوی چې غربي پروژې په سيمه کې عملي کړي؛ د پاکستان له پيدايښت څخه بيا تر ننه پوري سيمه د پاکستان له لاسه نا امنه ده.

    برتانويانو چې پاکستان د هندوستان او افغانستان له خاورې څخه جلا کړ؛ په دغه وخت کې د پاکستان اقتصادي وضعيت ډېر خراب وو ځکه غربي جاسوسي سازمانونو ورته د دوی د پروژو عملي کولو وړانديز وکړ؛ د دغو پروژو د‌ عملي کولو په بدل کې ورته هر وخت ډيرې پيسې ورکوي.

    د پاکستان نظام د ډيموکراسۍ په نوم دی؛ هر رنګه عياشي او د اسلام مخالف کارونه پکې کېږي، د اسلام ضد کارونه او د سيمې د امنيت د خرابوالې په پار له حد څخه اوښتي خو اصل کې يو پوځي دکتاتوري ده؛ دا ځکه چې په ولسواکي کې به بيا د دوی بهرنۍ پاليسي ولس خپلواکه ټاکي؛ چې پوځ دغه موقع هيڅکله خپل ولس ته نه ده ورکړې او همېش يې بهرنۍ پاليسي د غرب په لاس کې وي، پوځ او آی ايس آی يې د نړيوالو جاسوسي سازمانونو د پروژو پر عملي کولو ډالر اخلي.

    د عمران خان له څوکۍ لېري کول، بندي کولو وجه هم همدا وه چې عمران خان غوښتل د پاکستان بهرنۍ پاليسي خودمختاره کړي خو د غرب په امر پوځ هغه بندي کړ.

    د شر او فساد ډلې اړيکې د فرانسې د DGSE او ISI جاسوسي سازمان سره ډيرې پخوانۍ دي؛ ځکه د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود روزونکي همدا فرانسويان او آی ايس آی دي چې اوس احمد مسعود د دغو استخباراتي سازمانونو د لوبو نانځکه جوړه شوې.

    د شر او فساد بغاوتګرو سره په مرسته کولو کې د نړيوالو سازمانونو له طرفه د پاکستان د قرضونو د معاف کولو وعدو او ډالرو ورکولو سربېره به هغه مرستې چې د شر او فساد ډلې سره کېږي، پاکستان به په هغه کې هم خپله حصه اخلي.

    د افغانستان تباهي کې همېش د پاکستان دوکانداري په غوره کې وي؛ ځکه د افغانستان د حکومت هر مخالف ته پاکستان کې ښه راغلاست ويل کېږي.

    افغانستان ته د ا.ا په راتګ سره په نړۍ کې د ډيرو اسلامپال مبارزينو اميدونه پيدا شوي تر څو دوی خپلو هېوادونو کې هم د ا.ا غوندي اسلامي نظام قايم کړي چې دا نه يواځې پاکستان، بلکې ټوله نړۍ او ډيموکراتيک حکومتونه پرېشانه کړي؛ اوس د نړۍ هڅه دا ده چې د افغانستان نظام يا خو ډيموکرات کړي او يا هم اخطارونه، نه رسميت، د مخالف جهتونو روزلو ته يې کار ويلی تر څو بيا ځلي افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي.

    پر دې هر څه سربېره چې نړيوال جاسوسي سازمانونه، فرانسه، يهود، عربستان، پاکستان، غرب او نوره نړۍ د باغيانو او ا.ا مخالفينو (د شر و فساد ډله او داعش خراسان) سره مرستې کوي؛ خو بيا هم دوی ټول ناکام دي، هيڅ پرمختګ او نظامي عمليات نه شي ترسره کولای چې د دې وجه د ا.ا ځواکونه او ولسي ملاتړ دی.

    يوه وجه د دغو ډلو د ناکامۍ دا هم ده چې ا.ا کې هيڅ مخالفت نشته، ټول تر کشره او تر مشره د يوه آمر تر امر لاندي دي او پوره اطاعت يې کوي؛ هيچا ته اجازه نه ورکوي چې په ا.ا کې تفرقه واچوي.

    د باغیانو د ناکامۍ يوه مهمه وجه ولس هم دی چې په ټوله معنا د ا.ا تر شاه درېدلي او موجوده نظام يې محکم کړی؛ ځکه دا ولس له پرديو جګړو څخه په تنګ راغلی، دا ولس نوره جګړه نه غواړي او دغه باغيان او يرغلګر يې هم ښه پېژندلي چې څومره وحشتونه او غلاوې يې په تېر شل کلن يرغل کې وکړې، ولس ته اوس د دغو باغيانو کردار معلوم دی، اوس د دوی په بې ځايه شعارونو پسې نه ځي.

    همدغه د ولس په يوه اتفاق درېدلو سره د نړۍ دغه ټول شوم پلانونه ناکام او باغيان يې مايوسه کړي؛ ولس اوس ازبک، تاجک، هزاره، پښتون او… سره نه، بلکې يواځې د مسلمان او افغان په نامه غږ کوي؛ د شر او فساد ډلې وسله همدا ولس کې تفرقه او تعصب وو چې اوس ختم شوی.

    مخکینۍ مقالهکورنيو چارو وزارت تېر کال د امنيت ټينګښت، د قاچاق مخنيوي، نشه يي توکو سره مبارزه او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري
    راتلونکي مقاله د ازادۍ په نوم د شر او فساد دروغجنه جبهه

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.