Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد د یوې ډلې مشر احمد مسعود د پاکستان جنرالانو ته چاپلوسي کوي
    لیکني

    د شر او فساد د یوې ډلې مشر احمد مسعود د پاکستان جنرالانو ته چاپلوسي کوي

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024۱ څرگندون3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: ډاکټر زرغون شاه زېور

    د شر او فساد ډلې تل پښتانه د ISI نوکران بللي، په تېر نظام کې چې د دوی په عسکرۍ منځ ته راغلی وو بیا هم دوی پښتانه وکیلانو، والیانو، وزیرانو او نظامي منسوبینو د ستون پنجم خطاب کاوه، له ستون پنجم نه مراد د پاکستان د څارګرې ادارې جاسوسان وو.

    همدا ډول دوی طالبان هم د پاکستان په نوم تورن کول او ویل به یې چې طالبان د جګړې ظرفیت نه لري دا پنجابیان دي چې دلته عملاً په جګړه اخته دي.

    خو کله چې طالبانو ته د ټول افغانستان واک لاس ته ورغی، په لیکو کې یې هیڅ بهرنی طالب نه وو موجود، ټول ولسي خلک او د همدې وطن بچيان وو.

    تصادف ته ګوره چې همدا کولابي جاسوسان پنجابي جاسوسان هم وختل.

    کله چې طالبان کابل ته د ننوتلو په حال کې وو میر رحمان رحماني، یونس قانوني، صلاح الدین ربانی، کریم خلیلي او عبدالطیف پدرام په الوتکه کې پاکستان ته وتښتېدل او هلته د شاه محمود قریشي تر مخ ځړېدلي ولاړ وو، اصلاً دوی د پاکستاني چارواکو حلقه بګوش مزدوران وو؛ دا هغه منحوثې څهرې وې چې تل به یې پښتانه د پاکستان په غلامۍ تورنول مګر وروسته یې نقابونه له مخه ولوېدل.

    اوس تازه احمد مسعود ویلي چې پاکستان کې د ناکراریو مسولیت د افغانستان په غاړه دی، د مسعود دا غیر مسولانه موقف یوازې د پاکستاني نظامیانو پښو ته ټیټېدل دي؛ دا خو ټولو ته جوته ده چې پاکستان د افغانستان سره د ورورۍ په فضاء کې هېڅ وخت نه تېروي، همېشه یې د اوبو خړولو هڅه کړې ده.

    د هر پښتون بچی په دې خبره اګاه دی چې پاکستان د افغانانو او افغان جغرافیې دښمن دی؛ مګر مسعود خیلو په ډېرې سپین سترګۍ سره پښتانه د پاکستان نوکران و بلل.

    خو وخت ډېر بې رحمه قاضي دی او د دوی له مشکوکو او مرموزو څهرو یې نقابونه لرې کړل؛ د مسعود دا موقف زموږ په خیر دی ځکه چې په افغانستان کې به هر فکر ومنل شي خو د پاکستان د غلامۍ او طرفدارۍ فکر د کفر تر بریده مردود دی.

    کله چې طالبانو واک ونیوه نو د ننګرهار د استخباراتو ریس مولوي بشیر تورخم ته ورغی یو پاکستاني عسکر ته یې وویل: سهوه کې به هم دې خوا نه را ګورې ګنې له یهودو سره جنګ ته دومره نه یم خوشحاله څومره چې تاسو سره په جنګ خوشحال یم.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد هېواد د يو شمېر وزارتونو مشران ترکمنستان ته په مهم سفر روان شول
    راتلونکي مقاله احمد مسعود تېر کال صهیونیستي رژيم ته هم سوال او زارۍ کړې وې!

    مربوطه لیکنې

    په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان فعاله دیپلوماسي او د مخالفینو اندېښنې

    13 جنوري 2026

    د فهیم فطرت اندېښنې؛ د څلورو کلونو اختلاف او د کاذب غرور پایله

    12 جنوري 2026

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026

    ۱ څرگندون

    1. فضل الدین زاهد on 30 اگست 2024 2:05 AM

      د اسلامي امارت مشران بايد خپل کورنی د پاکستان څخه افغانستان ته رانقل کړي ، او پاکستان ته د تللو پر ځای افغانستان کي پاتې شي.

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.