Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د نورستان جګړه؛ چا ګټه وکړه او راتلونکی به یې څنګه وي؟
    سیاسي لیکني

    د نورستان جګړه؛ چا ګټه وکړه او راتلونکی به یې څنګه وي؟

    عمران آغاعمران آغا6 اکتوبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې د ګټې او زیان خبره کېږي، باید وڅېړل شي او پایله یې معلومه شي چې د جګړې او شخړې له دواړو خواوو څخه څوک او کوم لوري ګټه او منفعت ترلاسه کوي او کوم لوری دی چې زیان او تاوان یې ګاللی دی.

    په دې ورځو کې له هېچا پټه نه ده چې د نورستان ولایت په یوه ګوښه او ارامه سیمه کې، هغه ځای چې د پسرلي په موسم کې د لسګونو زرو سیلانیانو او ګرځندویانو د تګ راتګ او تفریح ځای وي، د هېواد د خدمت کوونکو ځواکونو او مجاهدینو ترمنځ له یوې خوا او له بلې خوا د یو شمېر تېر ایستل شویو او تطمیع شویو کسانو ترمنځ شخړه او نښته رامنځته شوه؛ خو په ډېر لږ وخت کې یې دوسیه وتړل شوه.

    په دې کې هېڅ شک نشته چې دا هېواد داسې سرښندونکي ځواکونه لري چې هره شېبه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د ملي حریم د دفاع لپاره چمتو دي او هر چېرې او هر وخت د حضور او ګډون لپاره لازمه تیاري لري.

    خو اصلي بحث دا دی چې دا ډول خام او له سنجش پرته خوځښتونه له کومه سرچینه اخلي او تر شا یې څوک دسیسې جوړوي؟ آیا دا را پورته کېدل د هغو څو تېر ایستل شویو کسانو د داخلي احساساتو او احساساتي لېوالتیا پایله ده چې د دې او هغه په نوم یې وسلې اخیستې او خپل ژوند یې په لاس کې نیولې او که داسې سوځېدلې مهرې دي چې په ناپوهۍ سره د یوې داسې لوبې کندې ته غورځول شوي چې له ځان پرته بل هېڅ بایلونکی نه لري!؟

    له شک پرته، دغو ماتو شویو خوځښتونو دا حقیقت لا پسې څرګند کړ چې پاکستان هېڅکله د افغانستان له حاکمیت سره د سالمې او سمې اړیکې د جوړولو په فکر کې نه دی؛ بلکې هڅه کوي په هره ممکنه توګه د افغانستان له خاورې څخه د دې سیمې او جغرافیې د ناامنه کولو لپاره کار واخلي او په دې برخه کې له تښتېدلو مخالفینو او د تېر حاکمیت له ناکامو عناصرو ګټه واخلي او هغوی میدان ته راوباسي.

    دلته خبره دا ده چې په دې ډول جګړو کې یوازې پاکستان د قضیې په هغه خاموش، خو ډېرې ګټې لرونکي اړخ کې ولاړ دی او یوازې د همدې هېواد ځوانان او ملت دی چې د هغه د توطیې او دسیسې قرباني شوي دي.

    حتی هغه کسان چې ځانونه په هر څه پوه او له لرې نندارچیان ګڼي، نه پوهېږي چې له پاکستان سره لاس ورکول او د هغه په ملاتړ پوځي او وسله‌وال اقدامات کول نه یوازې د دوی په ګټه نه دي او هېڅ منفعت ورته نه لري، بلکې لا ډېر د ملت د کرکې او نفرت سبب کېږي؛ په داسې حال کې چې پاکستان به په خوندي څنډه کې پاتې وي.

    که څه هم په یقین سره ویلی شو چې د دې ډول خوځښتونو او بې‌ پروا اقداماتو له امله به د اوسني امنیت ټینګه ودانۍ زیانمنه نه شي او د هېواد د ساتونکو ځواکونو په بشپړه هوښیارۍ او بیدارۍ سره به دا امنیت پر خپل ځای پاتې وي؛ خو هغه کسان چې د دا ډول تودو شخړو او جګړو لمسوونکي او پیلوونکي دي، د خلکو په نظر به تر پخوا هم ډېر منفور شي. هغوی، پرته له دې چې خبر وي، د داسې یوه هېواد د لاس آلې ګرځېدلي دي چې دوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، هېڅکله به یې رښتینی دوست نه شي.

    تر ټولو ښه به دا وي چې دغه کسان، تر هغې چې رښتیا هم ناوخته شي، له بې‌ پروایۍ لاس واخلي، نور د دې ملت په سترګو کې اغزی نه شي او د ناسم لوري په ټاکلو سره ځانونه د تاریخ د بدبویه کثافاتو په ډنډ کې د تل لپاره ونه غورځوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان او ناروې ترمنځ د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوي
    راتلونکي مقاله ۱۰۰ ثانیې خبر

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت ډلې انشعابونه؛ د میراثي رهبرۍ او انحصار زوال

    24 اکتوبر 2026

    د نیابتي جبهاتو رواني جګړه؛ د ټولیز امنیت ضد اعلامیو تر شا پټې موخې

    23 اکتوبر 2026

    له افغانستان سره د نړۍ د تعامل پراختیا؛ د پاکستان وېره او نیابتي جبهې یې

    22 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 26 اکتوبر 2026

    د اقتصاد وزیر له جاپاني سفیر او جایکا مشر سره د اقتصادي او انکشافي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    اقتصاد وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر قاري دین محمد حنیف د جاپان له…

    کويټ کې افغان سفير د هغه هېواد له ماليې وزير سره کتلي دي

    26 اکتوبر 2026

    خوست کې د املوکو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    26 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اقتصاد وزیر له جاپاني سفیر او جایکا مشر سره د اقتصادي او انکشافي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    26 اکتوبر 2026

    کويټ کې افغان سفير د هغه هېواد له ماليې وزير سره کتلي دي

    26 اکتوبر 2026

    خوست کې د املوکو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

    26 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،271 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.