مبصر: تمیم حمیدي
خبر:
واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د حکومت له خوا د نویو قوانینو د وضع کېدو په اړه څرګندونې کړې دي؛ د سرلیکنې د لیکوال په وینا، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، سملاسي یې د نجونو د ښوونځیو او په یو څه ځنډ د پوهنتونونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه.
د سرچینې په خبره، که څه هم طالبانو ادعا کوله چې دا کار یوازې د یوې لنډې مودې لپاره دوام کوي، خو په دې وروستیو کې د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نوي ۱۱۴ مخیز قانون دا هرڅه ثابت کړل.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې سرلیکنې لیکوال پر دغه قانون توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په دې قانون کې جنسیتي تبعیض له ورایه ښکاري او په دې سره ښځې له هر ډول حقونو بې برخې شوې دي.
د سرچینې په وینا، چې د امریکا په حضور کې په تېرو شلو کلونو د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر پرمختګونه وشول، خو د طالبانو هغه هرڅه په اوبو لاهو کړل؛ د سرلیکنې لیکوال نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره د هر ډول تعامل او خبرو پر مهال باید د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي او دوی په دې برخه کې له پامه ونه غورځول شي.
تبصره:
په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو راهیسې، په هره برخه کې د پام وړ بدلونونه راغلل؛ د دغو برخو له ډلې یوه یې هم د قوانینو برخه ده.
د افغانستان د تېرو دوو لسیزو پرمهال نږدې ټول قوانین د غربي ډیموکراسۍ او ارزښتونو په رڼا کې د هماغه غربي ډوله نهادونه له خوا جوړ شوي وو او د تطبیق لپاره یې د امریکا او غرب په ګډون، تېر جمهوري دولت ډېرې هڅې وکړې.
دوی هڅه کوله چې د افغانستان او افغانانو خپل دیني، مذهبي او فرهنګي اصول او ارزښتونه لېرې او پر ځای یې په غرب کې جوړ شوي او وضع شوي قوانین د هغو ځایناستي کړي.
دې چارې له هماغې اولې ورځې راهیسې د افغانانو په منځ کې ډېر کشمکشونه راپورته کړل، یوه ډله خلک چې د امریکا او غرب ترڅنګ ولاړ وو، د ډېرو پیسو په مقابل کې یې د دغو ارزښتونو پایمالولو ته ملا وتړله، په دې برخه کې یې پروژې واخیستې، شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړه چې څنګه وکولی شي خپل بادار خوشحاله او پردي ارزښتونه پر ټولنې ومني؛ دا یو ډېر کوچنی اقلیت وو، چې له دې درکه یې ډېرې پیسې او امکانات هم ترلاسه کړل.
بلې خوا ته د افغانستان ستر اکثریت په ډېرو کمو امکاناتو او سخت حالت کې خپلو ارزښتونو د دفاع او د غربي ارزښتونو د ترویج د مخنیوي لپاره لاسونه رابډ وهل، که څه هم دوی کمزوري وو، چا ورته پیسې نه ورکولې، خو د خپل دیني او ملي رسالت له مخې یې د خپلو پلرونو او نیکونو لاره خپله کړه، په دې لاره کې یې هر ډول قربانۍ ته غاړه کېښوده؛ سختې او ستړې یې وګاللې، خو چاته یې اجازه ورنه کړه چې پردي ارزښتونه دې پرې وتپي.
تر سترو ستړو او تکلیفونو وروسته، افغانستان بېرته د خپل اصلي وارث او څښتن لاس ته ولوېد؛ ټولې وارداتي مفکورې، ارزښتونه او پروژې له ماتې سره مخ شول او دغه هېواد او خلکو یې بېرته دا فرصت وموند چې د خپلو ارزښتونو په رڼا کې ژوند وکړي او خپل الهي قانون نافذ کړي.
د افغانستان ۹۹.۹۹سلنه خلک مسلمانان دي، دین یې اسلام دی، کتاب او قانون یې قرآن دی؛ همدا ټول نفوس یې له کوم توپیر پرته خپل دین او قانون تطبیق غواړي؛ دوی د تاریخ په اوږدو کې د دغو ارزښتونو د تطبیق او خوندیتوب په برخه کې سترې قربانۍ ورکړې دي.
له بده مرغه نوره نړۍ او په ځانګړې توګه غرب، دا حساسیت یا سم نه درک کوي او یا هم د شته عقدې له مخې په دې برخه کې داسې بې باکانه چلن کوي. نړۍ باید دې حساسیت او مهمې مسئلې ته متوجې شي چې افغانان په خپل هېواد کې د خپل دین او خپلو ارزښتونو سره سم اصول غواړي، عملي کوي یې د همدغو اصولو په رڼا کې ژوند ورته مهم دی.
هغه وختونه تېر شوي چې د زور او یا زر له لارې به دوی دلته خپل ارزښتونه پر خلکو تپل؛ دلته اوس د اکثریت افغانانو د دین، ارزښتونو او فرهنګ سره سم اصول او قوانین تطبیقېږي، دا قوانین د نړۍ تر بل هر ډول قوانینو غوره، عادلانه او منصفانه دي، د هر چا حق پکې خوندي دی.
غرب دې د دې پر ځای چې زموږ پر روغې ټولنې نیوکې وکړي، خپلې ناروغې ټولنې ته دې درمل ولټوي، دوی باید د دې پر ځای چې زموږ اصول او ارزښتونه نقد کړي، خپلو بشریت ضد ارزښتونو ته دې پام وکړي، خپلو جنایتونو ته دې پام وکړي او د دوی وسلو، شومو پلانونو او جنایکارانه کړنو له کبله دې په ټولنه نړۍ د روانو بشري غمیزو مخه ونیسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.