کابل ښاروالي په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه د کابل –جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د قلعه شانان سړک قیر چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، یو کیلو متر برخه یې قیر کولو ته چمتو شوې ده او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی تر څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
همدارنګه خبرپاڼه زياتوي چې د ياد سړک په اوږدو کې د (٨٥٠) مترو په اوږدوالي د يوه کانال او د (٦٠) مترو په اوږدوالي او (١٨،٤) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ په موخه، د يوه پله جوړول هم د سړک جوړونې په دې پروژه کې شامل دي.
د يادونې وړ ده چې د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د کابل – جلال آباد پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته مؤثره زمینه برابره شي.