Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»قومونو او قبايلو چارو وزارت تېر کال د هېواد په کچه سلګونه شخړې او دښمنۍ حل او فصل کړي
    افغانستان

    قومونو او قبايلو چارو وزارت تېر کال د هېواد په کچه سلګونه شخړې او دښمنۍ حل او فصل کړي

    صابر افغانصابر افغان8 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو نن يکشنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو او پلانونو د تشریح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې ۳۴ ولسي، ۳ فوق العاده او ۱۶ ولایتي غونډې جوړې شوي دي. دغه راز ۷۰۰ سیمه ییزې ستونزې تر پېژندنې وروسته له اړوندو مراجعو سره شریکې او یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د مسئولینو لخوا ۴۰۰ پروژې منظور شوي دي.

    مسئولینو زیاته کړه، د زابل او پنجشېر ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د سړکونو جوړولو چارو بشپړېدل، د کاپیسا، میدان وردګو او لوګر ولایتونو اوسېدونکو د برېښنا ستونزو د حل په موخه د اړینو تدابیرو نیول او د بدخشان ولایت په پامیر ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالول؛ د سیمه ییزو ستونزو د حل برخه کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په هېواد کې د اسلامي امارت په بیا حاکمېدو سره، د قومي شخړو کچه را ټیټه شوې  او دغه وزارت په تېر یو کال کې د ۳۰۴ غونډو او ۵۲۵ ناستو په جوړولو سره د قومونو او خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ په بشپړ ډول حل کړي دي.

    په همدې ډول، د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د اڅکزیو، طاهري او نورو قومونو تر منځ د ۵۰ کلنې، د بادغیس په اب کمري ولسوالۍ کې د ۲۰ کلنې، په غزني ولایت کې د هزاره او کوچیانو د ۲۴ کلنې او د پنجشیر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د ۴۰ کلنې شخړې حل؛ په تیر کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

    مسئولینو زیاتوي، چې د هېواد د سرحدونو او پولو ساتنه، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په تېر یوه کال کې په دې برخه کې جدي او پرله پسې هڅې شوي دي.

    همدارنګه، د بندرونو ریاست د وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې اضافه شوی او دغه ریاست د ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار، هرات، فراه، نیمروز، کندز، تخار، فاریاب او بلخ په بندرونو کې ناروغانو، مهاجرینو او مسافرینو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هېواد له سرحدي ارګانونو سره اړینه همغږي کړې ده.

    د مسئولینو په وینا، د تېر کال پر مهال د فرهنګ، وګړو، مساحت، پوهنې، اقتصاد، پراختیا، کرنې او مالدارۍ په برخه کې څو اړخیزې څېړنې تر سره شوي، چې په پایله کې یې له بادغیس، غزني، پکتیا او فراه ولایتونو څخه هر اړخیز معلومات راټول او د سرحدي ولسوالیو نقشه هم چمتو شوې ده.

    مسئولینو څرګنده کړه، چې اوسمهال د دغه وزارت په اړوند لېسو کې ۷۱۰۴ تنه په زده کړو بوخت دي، په تېر کال کې ۶۹۹ زده کوونکي فارغ شوي او ۱۶۳۲ نوي زده کوونکي جذب شوي دي.

    دغه راز د بدخشان په فیض اباد کې د پامیري زده کوونکو لپاره د پامیر په نوم یوه نوې لېسه جوړه شوې، چې د استادانو او کارکوونکو د استخدام پروسه یې روانه ده.

    په تېر کال کې د ریاست الوزراء عالي مقام د لارښوونې له مخې، په بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، تخار، بغلان، بدخشان، ننګرهار، کندهار، هلمند، پکتیکا، ارزګان، بامیان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د کوچیانو له زیانمنو کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې شوي دي.

    مسئولین وایي، چې د هېواد په کچه د کوچیانو د درملنې لپاره ۱۰۰ ګرځنده او ۱۱ ثابت کلینیکونه او د هغوی د څارویو د درملنې په موخه ۶۰ حیواني کلینیکونه فعالیت کوي، د کوچیانو د مالدارۍ او اقتصادي ودې لپاره، روزنیز پروګرامونه جوړ شوي او په بېلابېلو ولایتونو کې د څړځاینونو ۴۰  مورده ستونزې له اړونده مراجعو سره شریکې شوي دي.

    د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د وزارت اړوند، ۱۱ ښوونیزو مرکزونو د لیلیې چارو تنظیم په موخه د لایحې، د کوچیانو چارو د سمون، اسکان او څړځایونو د کړنلارې، د ټکنالوژي ریاست ته د ډیټا د امنیت پالېسۍ تخنیکی اسنادو او د قومي شخړو د حل کړنلارې د مسودې چمتو کول او د الکترونیکي کتابتون فعالول؛ په تیر کال کې د دغه وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

    مخکینۍ مقالهله ايرانه افغانستان ته د با کيفيته درملو پر واردولو خبرې شوي
    راتلونکي مقاله درې کاله وروسته بيا هم امريکا د شر او فساد لارویان ناهيلې کړل!

    مربوطه لیکنې

    د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ۱۹۹ تنه منسوبین له درې مياشتنيو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 جون 2025

    د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ۱۹۹ تنه منسوبین له درې مياشتنيو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

    ملي دفاع وزارت وايي، د مرکزي قطعاتو او سیمه ييزو قول اردوګانو ۱۹۹ تنه منسوبین…

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ۱۹۹ تنه منسوبین له درې مياشتنيو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025

    مجاهد: د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه ادعا چې ګویا په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري، په کلکه ردوو

    27 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،972 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،904 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،900 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.