یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
څلورمه برخه!
په افغانستان کې د احمدشاه مسعود او د شوروي د اشغالګرو ځواکونو ترمنځ د شرموونکي تړون د شرایطو دوام:
۵. د شوروي او هغو افغان اتباعو د موندلو لپاره به ګډې هڅې او د معلوماتو راکړه ورکړه کېږي چې تر بحث لاندې سیمه کې ورک شوي دي.
۶. د کړکېچ د رامنځته کېدو او اوج په صورت کې به د پوځي عملیاتو د مخنیوي او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د ښکېلو غاړو ترمنځ لازمې مشورې ترسره کېږي.
۷. د دې پروتوکول موثریت به د تاجیکان او چاګاني تر منځ په دواړو خواوو د ۳۰ کیلومترو په اوږدو کې پراخ شي؛ له دې خاورې هاخوا شوروي ځواکونه او د پنجشیر وسله وال ځواکونه حق لري چې د نورو تنظیمونو د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات وکړي او هغوی له منځه یوسي، په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د دواړو تړون کوونکو پر ضد یې پوځي عملیات نه دي درولي.
۸. دا پروتوکول به د لاسلیک او تصویب له نیټې څخه نافذ شي.
کومې مادې چې پورته بیان شوې د افغانستان په تاریخ کې د یوه تر ټولو شرموونکي تړون برخې دي چې دا ځل د ملي غدار احمد شاه مسعود او د شوروي د ۴۰ اشغالګرو ځواکونو ترمنځ لاسلیک شو، هغه تړون چې د شوروي اشغالګرو ځواکونو لاسونه یې د حقیقي مجاهدینو د ماتولو، ځپلو، د هېواد په سوېل او ختیځ کې د ښارونو د نړولو لپاره خلاص کړل، په پایله کې یې ددې سیمو خلک له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ شول.
که احمدشاه مسعود د خپل واک د غوښتنې او نه مړېدونکي حرص له امله له شوروي نیواکګرو ځواکونو سره دغه د خیانت څخه ډک تړون نه وای لاسلیک کړی، د شوروي پوځ به ډیر ژر په افغانستان کې د ماتې خوند لیدلی او ډیر ژر به زموږ له هیواد څخه وتلی وای.
هو!
د احمدشاه مسعود دغه پټ تړون وو چې د څو نورو کلونو لپاره یې د شوروي اشغالګرو ځواکونو د یرغل لپاره زمینه برابره کړه، تر دې چې بالاخره د شوروي اشغالګر ځواکونه د رښتیني مبارزینو تر ګوزارونو لاندې ټیټ سر ماتې ومنله او د تاریخ د ډیران کندې ته ولوېدل.
كه يادو مادو ته لږ ځیر شو، نو معلومه به شي چې د دغه پټ تړون د دويمې مادې له مخې احمدشاه مسعود د اشغالګرو د خوښۍ، د ډیرو ګټو(د هېواد تجزیې او د قدرت د غصب) ترلاسه کولو لپاره خپل جهادي ملګري قطاع طریق او لارې شکوونکي بللي او د شوروي د اشغالګرو ځواكونو په ځپلو كې يې د واقعي مبارزینو د فعاليتونو مخه نيولې ده.
د دې تړون څلورمه ماده دا هم ثابتوي چې احمدشاه مسعود د خپلو «جهادي» همکارانو په ملګرتيا باور نه درلود او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره يې له خپلو ملګرو، کورنۍ، خلکو او هېواد سره هر ډول خيانت ته تيار وو.
باید ووایو چې نه امریکا او نه هم نورو غربي هیوادونو د شوروي ضد جهادي ډلې ترهګر بلل، د لومړي ځل لپاره د احمدشاه مسعود او د شوروي د اشغالګرو ځواکونو ترمنځ په تړون کې د ترهګرۍ کلمه جهادي ډلو ته وکارول شوه چې یوازې دا هم د احمدشاه مسعود لپاره د شرم وړ لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
ادامه لري…