د افغانستان په سیاست کې د ډیورنډ مسئله هېڅکله یوه عادي سرحدي موضوع نه ده پاتې شوې؛ بلکې همېشه د هېواد د سیاسي خپلواکۍ له ټاکونکو کرښو څخه شمېرل شوې ده. له همدې امله په تېرو څه باندې سلو کلونو کې هېڅ افغان حکومت دې ته نه دی چمتو شوی چې د رسمي پولې په توګه یې ومني. ډیورنډ یوازې یوه ساده جغرافیایي کرښه نه ده، بلکې یوه تاریخي او هویتي کرښه ده چې په اړه یې هر ډول دریځ نیول، په کور دننه او له هېواده بهر پراخ سیاسي پیغام رامنځ ته کوي.
په همدې حال کې، د پاکستان او د «مقاومت» په نوم کړیو په اړیکو کې نویو رامنځته شويو بدلونونو د ګڼ شمېر سیاسي کتونکو پام ځان ته اړولی دی. دا بدلونونه نور یوازې د عادي سیاسي اړیکو په چوکاټ کې نه شي تفسیرېدلای، بلکې د یو تدریجي او د پام وړ بهیر نښې هم پکې لیدل کېږي. د د دې تحولاتو په لړ کې د مقاومت شورا د سیاسي کمېټې د رئیس په توګه د محمد محقق رول تر نورو ډېر غوښن او د پام وړ شوی دی، په ځانګړې توګه کله چې د هغه وروستي دریځونه سره پرتله شي.
محقق څه موده وړاندې هغه وخت چې د پاکستان د پوځي رژیم د وینه زبېښونکو ځواکونو له لوري تر څلورو سوو څخه ډېر روږدي شهیدان شول، د پاکستان د پوځ عمومي قوماندان عاصم منیر ته د پیغام په لېږلو سره له هغه مننه وکړه او هغه یې وستایه. دا اقدام د افغانستان په سیاسي فضا کې هېڅکله یو ساده او بې پیغامه حرکت نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه په داسې شرایطو کې د دې پوځي ادارې قوماندان ته د ستاینې پیغام لېږل، د امید روغتون د قربانیانو د پاکو وینو د د بې احترامۍ ترڅنګ، دا پیغام هم رسوي چې د افغانستان ځینو ماتې خوړلو څېرو د واک د ترلاسه کولو لپاره له پاکستان سره د یوې ډېرې سپکوونکې معاملې لاره نیولې ده.
د همدې لړۍ په دوام د محقق له لوري د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو د موضوع مطرح کول لا ډېر سیاسي اهمیت مومي؛ ځکه دا دریځ نور یو جلا نظر نه ګڼل کېږي، بلکې د هماغې لارې په دوام کې تفسیرېږي، کومه لاره چې د خاورې، هېواد، ارزښتونو او وجدان پلورنې په معنی ده.
پاکستان په تېرو لسیزو کې همېشه هڅه کړې چې د ډیورنډ مسئله د یوې ناحل شوې تاریخي موضوع پر ځای، په یوې تثبیت شوې سیاسي موضوع بدله کړي؛ خو هېڅ افغان حکومت داسې دریځ نه دی منلی. په دې شرایطو کې د مقاومت شورا د رهبرۍ د یوه غړي له لوري د دې موضوع راپورته کول، په څرګند ډول د افغانستان په اړه د هغوی ناوړه اراده او ناپاک نیت څرګندوي.
د مقاومت شورا د سیاسي کمېټې د رئیس وروستي دریځونه دا ښیي چې د افغانستان د اسلامي حکومت مخالفې څېرې له پاکستان سره په یوه ژوره معامله کې ښکېلې دي؛ داسې معامله چې د افغانستان د حکومت پر ضد د یوې خطرناکې دسیسې لپاره ارزښتونه پکې د معاملې پر مېز اېښودل شوي دي.
خو د دې ناوړه پرېکړې په وړاندې د افغانستان د ملت غبرګونونه او دریځونه دا ثابتوي چې دا ډول دسیسې هېڅکله بریالۍ کېدای نه شي او د دې ډول معاملو او دسیسو جوړوونکو لپاره به پښېمانه کوونکې پایلې ولري. ځکه د افغانستان ملت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د پاکستان غلامان د دوی خاوره پر پاکستان وپلوري او د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.
بلکې د ډیورنډ کرښې په ګډون د بنسټیزو موضوعاتو په اړه هر ډول پرېکړه، د افغانستان د خلکو مسلم حق دی، د دې موضوع په تړاو هر ډول معامله، که د هرې ډلې او هر خاورې پلورونکي او معامله کوونکي له لوري وي، د افغانستان د خلکو له کلک هوډ او غاښ ماتوونکي ځواب سره به مخ شي، په پایله کې به د دې ناوړه دسیسو ناکامي او هېواد پلورونکو رسوايي له ځان سره ولري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


