Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»تر قوشتېپې وروسته ستر کانال ګڼل کېږي؛ د لغمان شاهي کانال د لومړۍ برخې کار پرانيسته وشوه
    افغانستان

    تر قوشتېپې وروسته ستر کانال ګڼل کېږي؛ د لغمان شاهي کانال د لومړۍ برخې کار پرانيسته وشوه

    صابر افغانصابر افغان15 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوبو او انرژۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، سیمه ییزو مسؤلینو او د لغمان ولایت د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې د لغمان د شاهي کانال د لومړي فاز پروژې د لومړۍ برخې( لاټ) د پروژې د کار له پيل خبر ورکوي.

    د ياد وزارت خبرپاڼه کاږي چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د يادې پروژې ارزښت ته اشاره وکړه او ژمنه یې وکړه، چې هڅه کوي چې د دغه کانال د نورو برخو د پلي کولو امکانات هم چمتو شي.

    د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي منصور یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري په هېواد کې د اوبو او برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په برخه کې ګڼ شمېر کارونه ترسره شوي او اوسمهال هم د پنځو نورو سترو بندونو د پروژو د پلي کولو لپاره امکانات چمتو شوي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

    خبرپاڼه زياتوي چې په پرانست غونډه کې د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني او د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د شاهي کانال جوړونه نه یوازې د لغمان، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یوه ستره او ارزښتناکه لاسته راوړنه بللې او د ياد کانال جوړونه یې د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې یو ستر ګام ياد‌ کړی.

    د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري او دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره 70 کیلو متره اوږدوالی لري، چې کابو 20 زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

    د دغې پروژې لومړی فاز د 30 کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو(لاټونو) کې پلي کېږي او ۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي چې د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري، چې د پلي کولو په موخه یې له دوو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوی دی.

    مخکینۍ مقالهکندهار کې سږ کال د چرګانو د ساتنې فارمونه ۶۰ سلنه ډېر شوي
    راتلونکي مقاله کاپيسا کې نژدې ۱۵۰ ميله بېلابېلې وسلې نيول شوې دي

    مربوطه لیکنې

    دفاعي ځواکونو سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل

    25 مارچ 2026

    تېر کال د ستوماتولوژۍ ملي روغتون کې نږدې ۵۲زره بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي

    25 مارچ 2026

    پر افغانستان د پاکستاني رژيم بريدونه هېڅ توجیه نه لري

    25 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 26 مارچ 2026

    د مقاومت جبهې له خوا د پاکستان پالنې عادي کول

    لیکوال: نعمت میاخېل د نوروز په تړاو د پاکستاني پوځي رژیم د ولسمشر آصف زرداري…

    دفاعي ځواکونو سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل

    25 مارچ 2026

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې ګلګېت-بلتستان او خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي

    25 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مقاومت جبهې له خوا د پاکستان پالنې عادي کول

    26 مارچ 2026

    دفاعي ځواکونو سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال وژغورل

    25 مارچ 2026

    اتحاد المجاهدین پاکستان: وسله‌والو یې ګلګېت-بلتستان او خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي

    25 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،079 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،155 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.