د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس آخندزاده د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د انرژۍ د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې او د انرژۍ د تولید، لېږد، وېش او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې یې له عصري ټکنالوژۍ او پرمختللو تجهیزاتو سره بلدتیا ترلاسه کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، آخندزاده د دغه نندارتون پر مهال د انرژۍ په برخه کې له نړیوالو تخنیکي نوښتونو هم لیدنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د اوبو او انرژۍ وزیر د افغانستان د انرژۍ سکتور د مسلکي کادرونو لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د دغه سکتور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل مهم بللي دي.


