په دې وروستیو کې د مقاومت په نوم خیالي جبهې پورې تړلي کسان غواړي چې له هېواد څخه بهر په تبعید کې تبعیدي حکومت تشکیل کړي.
د دوی دا کار په ځان او افغان ولس ملنډې دي، دوی په تېر جمهوریت کې اساسي قانون جوړ کړی وو او په هغه قانون کې یې حکومت ته داسې تعریف ورکړی وو: “حکومت د درې ګونو قواوو څخه تشکیل شوي واحد ته وایي؛ چې درې ګوني قواوې یې عبارت دي له اجرایه قوې، قضایه قوې او مقننه قوې څخه”.مقننه قوه یې قانون ګزاره مرجع وه چې پارلمان یا ولسي جرګه وه، قضایه قوه یې محاکم وو او اجرایه قوه یې ملکي او نظامي ادارې وې.
ښه! که د حکومت تعریف د همدوی خپل په قانون کې وشنل شي نو د دوی ظرفیت او بې ثباتۍ له ورایه ښکاري.
یو څوک چې خپل یو شی تعریفوي او بیا یې تحریفوي نو یا خو دا ډول خلک ظرفیت نه لري یا دا چې ثبات نه لري.
په تبعید کې به دوی څه ډول حکومت اعلانوي؟ کابینه به څه ډول تشکیلوي؟ د دوی قانون ګزاره مرجع به څه کوي؟ او بالاخره نیول شوي تصمیمونه به چېرته تطبیقوي؟ د حکومت لپاره خو باید اراضي موجوده وي، د حاکمیت ساحه یې باید مشخصه وي او معلوم نفوس باید ولري.
د شر او فساد د لارویانو/بغاوتګرانو چې څنګه مقاومت خیالي دی دغه ډول یې حکومت هم خیالي دی؛ د دوی بیانیې، اعتراضونه، دریځونه، فکرونه او عقلونه هرڅه خیالي او هوایي دي.
د سلیم عقل خاوندانو ته خدای جل جلاله ځمکه ورکړې او هوښیار خلک د ځمکني واقعیتونو په اساس خپله تګلاره او منشور تعینوي؛ خو دوی دومره پست او احمقان دي هېڅکله به په کې د سلیم عقل خاوندان ونه موندل شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.