کابل کې صرافانو ټولنه وايي، چې نن شنبه د سنبلې په ۳۱ مه د کابل په بازارونو کې یو ډالر په ۶۸ افغانۍ او ۸۰ پوله تبادله کېږي.
بلخوا د افغانستان بانک ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی.
د دغه بانک ویاند، حسیب الله نوري تېره پنجشنبې ویلي چې افغانستان بانک توانېدلی چې د غوره پولي سیاستونو په پلي کولو او له هېواده د ډالرو د قاچاق په مخنیوي سره د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ کړي.
د ښاغلي نوري په وینا چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان بانک توانېدلی چې د افغانۍ ارزښت په ښه توګه وساتي.
“زموږ د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه او په تېرو شپږو میاشتو کې درې سلنه لوړ شوی دی.
”صرافان وايي، د اسعارو په ټولو بازارونو کې د افغانۍ تقاضا ډېره ده او په وینا یې چې د نړۍ په کچه هغه افغانان چې په بهر کې دي خپله پانګه افغانستان ته انتقالوي، او هر کال په دې وروستیو کې د افغانستان د تازه میوو صادرات زیاتیږي.