په کویت کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب په یاد هېواد کې د سعودي عربستان له سفیر سلطان بن سعد بن خالد آل سعود سره لیدلي او د دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او افغانانو ته د عمرې د ویزو د صادرولو په اړه یې خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو هڅو او دوامداره همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.


