کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې امنیتي پولیسو د هیواد په پنځو ولایتونو کې د غلا، وژنې، قاچاق، وسلو ناقانونه ګرځولو او نورو جرمونو په تړاو ۱۴ تنه نیولي دي.
خبرپاڼه همدا راز زياتوي چې له ډلې یې، اووه جنایي مجرمین په تخار، څلور تنه په ننګرهار کې د ۲۰۰ څارویو د قاچاق په تړاو، یو غل په بلخ، یو تن د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو په هرات او یو تن د خپلې نیا او خور د وژلو په تړاو په سمنګان کې نیول شوی دی.