د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له نوې مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت، بشري مرستو او له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، رباب فاطمې له اړمنو افغانانو سره د مرستو رسولو او د راستنېدونکو لپاره د دایمي سرپناه، کاري فرصتونو او ټولنیز ادغام په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه له افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته ژمن دي.
نوموړې زیاته کړې، چې د بشري مرستو جلب، له افغان حکومت سره د نړۍ د تعامل په برخه کې منځګړیتوب او بشري حقونه یې د کاري لومړیتوبونو په ډله کې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، افغان حکومت له نړۍ سره د شریعت په رڼا کې د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او نړیواله ټولنه باید د افغانستان اسلامي نظام او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي. نوموړي همدارنګه ویلي، افغانستان بشپړ امنیت لري او د هېواد د پرمختګ لپاره پراختیایي پروژې پیل شوې دي.
مولوي عبدالکبیر له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د راستنېدونکو کډوالو په ښارګوټو کې د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو په برخه کې ونډه واخلي.


