د افغانستان د تېر رژيم د اردو دوه افسران د امريکا متحدو ایالتونو د ایریزونا د شیپ کراسنګ د سیمې په سالټ ریفر نومي سیند کې ډوب او مړه شوي.
د فونيکس فاکس ۱۰ رسنۍ د راپور پر بنسټ ۲۵ کلن عبدالمصور خالقي او ۲۷ کلن سلیمان نثاري ، په تېر رژيم کې د اردو افسران وو چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو سره امريکايي ځواکونو له ځان سره بېولي وو، او د تېرې چهارشنبې په ورځ په سیند کې ډوب شوي وو چې له څو ساعتونو تېرېدو وروسته یې مړي وموندل شول.
په ایریزونا کې د کډوالو د مرکز موسس جولیانا لارسن د فونیکس فاکس ۱۰ رسنۍ ته وېلی چې نثاري او خالقي، دواړه د تره زامن هم وو.
واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو وروسته په داسې حال کې د تېر رژيم يو شمېر نظاميان له امريکايانو سره وتښتېدل چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري عمومي عفوه وشوه او دلته پاتې لکونه د تېر رژيم کار کوونکي او نظاميان په خپلو دندو خوندي پاتې دي.