د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې د غزې او لبنان د وروستيو حالاتو په تړاو وېلي: زیاتره هغه بمونه چې صهیونیسټان یې په غزې او لبنان کېې د بې ګناه وګړو د وژلو لپاره کاروي د امریکا له لوري جوړ شوي دي.
د ايران ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزې او لبنان د وروستیو حالاتو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وېلي: د اسراييلو صهیونیستي رژیم په غزې او لبنان باندې په خپلو حملو کېې په امریکا تکیه لري او ډېری هغه بمونه چې صهیونیسټان یې د غزې او لبنان د بې ګناه وګړو د وژلو لپاره کاروي د امریکا له خوا جوړ شوي دي.
د راپور پر بنسټ عراقچي همدارنګه د اسراییلو د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په وړاندې د ملګرو ملتونو بې کفایتۍ ته په اشارې سره وېلي: د امنیت شورا اعتبار په کمیدو دی او دغه شورا د ملګرو ملتو د منشور له مخې د خپلو دندو د ترسره کولو توان نه لري.
راپور کې راغلي چې عراقچي همدارنګه امريکا او د اسراييلو صهیونیستي رژیم په خپلو جنایتونو سره د لبنان او غزې د خلکو په وینو کې لمبېدونکي ياد کړي دي.