اکسپرس ټربیون پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی، چې د پولیسو هغه شاوخوا ۳۲ زره سرتېري چې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د اوږده لاریون د مخنیوي لپاره د شمالي پنجاب له لرو پرتو سیمو راوستل شوي او د اټک ولسوالۍ په بېلابېلو نقطو کې ګمارل شوي دي، د اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.
ویل کېږي دا سرتېري د تشنابونو له جدي نشتوالي، د څښاک د اوبو له کمښت او د بېکیفیته خوړو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په ورته مهال، اټکل کېږي چې د تحريک انصاف ګوند راتلونکی لاريون ښايي بې ساری وي او په مخنيوي کې یې د پوليسو او لاريونوالو ترمنځ د اخ و ډب او مرګژوبلې ګڼې پېښې رامنځته شي.


