Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله، په کاذبو وعدو ځوانان او نجونې بې لارۍ ته هڅوي
    لیکني

    د شر او فساد ډله، په کاذبو وعدو ځوانان او نجونې بې لارۍ ته هڅوي

    صابر افغانصابر افغان5 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په هېواد د شوروي او امریکایي یرغل وروسته د ښځو حقوق تلف شول؛ په افغاني فرهنګ کې د ښځو ارزښت په ډېره لویه کچه وو او ټول افغانان ورته په عزت او ډېر شرف قایل وو؛ په پښتنو کې دا دود وو، چې له دښمن سره به یې ښځه روانه وه، ده پرې ډز نه کاوه، ځکه چې بې غیرتي بلل کېده.

    خو د امریکایي یرغل را وروسته د شر او فساد ډلې په توسط د ښځو ارزښت او قدرداني په منظم شکل د افغان ځوانانو له ذهنونو وتوږل شوه او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاؤ تريخوالی رامنځته شو.

    د امریکایي داړه مارانو له شړلو وروسته هم د شر او فساد ډله په تنکیو ځوانانو او نجونو د خپلو ګټو لپاره لوبې کوي.

    په غرب کې ناست د شر او فساد پروژیان په کاذبو وعدو ځوانان او خاصتاً نجونې د نظام خلاف کړنو او په نظامي عسکرو تورونو تړلو ته هڅوي، په داسې حال کې چې د نجونو پر وړاندې د تاؤ تریخوالي هیڅ داسې ثبوت نشته چې د دوی په حق کې دې ظلم شوی وي.

    د غرب په بطن کې پراته د شر او فساد ملګري د خپلو شخصي پروژو د تطبیق په خاطر کله نجونو ته د خارج وعدې ورکوي او کله یو څو روپۍ، چې په بدل کې یې په خالي الذهنه ځوانانو او نجونو مظاهرې، کاذب تورونه تړل او په ټولنه کې د ګډ وډۍ اوازې خپروي.

    د شر او فساد ملګري د خپل هدف د تر لاسه کولو وروسته نجونې او ځونان دواړه د لاسي کاغذ په څېر اېسته ګوزاروي.

    د ښځو د حقوقو کاذب مدافعین په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ټولو خنډونو او بدبختیو عاملین او اصل ایجادونکي دي، چې د یادو بدبختیو د ختمولو پر ځای یې د لا پړسوب هڅې او کوښښونه کوي.

    د شیطان د لارویانو د دوکو او دجل له درک کولو وروسته لسګونه هغه نجونې چې دوی د خپلو شخصي اهدافو او د هېواد او اسلامي نظام د ویجاړۍ لپاره کارولې، په خپله اعتراف کوي، چې د شریرو او مفسدو د پیسو او خارج ته د تللو په کاذبو وعدو بې لاریو ته سَوق شوي دي.

    دلته یې کتلای شئ:

    https://x.com/NIQAB45/status/1841705508400398738?t=JAVUZ-bEbSoJMqokDARJOA&s=19

    د شر او فساد د لارویانو دا بې ننګي د اسلام، پښتونوالۍ او افغانیت ټولو خلاف کړنه ده، دوی د ښځو شان او حیثیت په ټولنه کې له سختو کړاوونو سره مخ کړی دی.

    د شیطان بنده ګان دې یا له ځان د افغانیت نوم لرې کړي او یا دې په افغاني رسم رواج لاړ شي، افغانان د مېرمنو په حیاء او ساتلو خپله ککرۍ شیندي د کېمرو مخې ته یې نه بربنډوي.

    دلته یې کتلای شئ:

    https://x.com/Salam_Wazirwall/status/1841678939044958510?t=6c4MQXroUVn55zn0lGDZTA&s=19

    همدا له هېواد سره د فسادیانو جفاء او سخته ناځواني ده، چې د یرغلګرو له شړلو ورسته یې هم له دې ولس او ټولنې سره کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسرګي لاوروف: پر اسلامي امارت دې نړیوال بندیزونه لرې شي
    راتلونکي مقاله اسرائيلو تایید کړه چې د حزب الله احتمالي مشر یې هم وژلی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    د اردن مشهور عالم او داعي، دوکتور اياد قنيبي: افغانستان کې پر روغتون برید ژور خواشينی کړی يم، داسې ښکاري لکه مجرمان چې په غزه او افغانستان کې له خپلو جنايتونو ترسره کولو خوند اخلي

    د اردن هېواد مشهور عالم او داعي دوکتور اياد قنيبي ويلي، په افغانستان کې پر…

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اردن مشهور عالم او داعي، دوکتور اياد قنيبي: افغانستان کې پر روغتون برید ژور خواشينی کړی يم، داسې ښکاري لکه مجرمان چې په غزه او افغانستان کې له خپلو جنايتونو ترسره کولو خوند اخلي

    17 مارچ 2026

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،146 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.