- [ ] افغانستان:
۱_ستانکزی: هیڅ چاته د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوو.
۲_هرات کې د يوې ماشومې د قتل په جرم يو تن نيول شوی.
۳_بدخشان کې ځمکښويېدنه لا هم دوام لري.
۴_د پنجشير پوليسو روان کال ٨٠ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي.
۵_پوهنې وزارت د څه کم ۹ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د کابل په ښوونځیو کې روغتيايي مرکزونه جوړوي.
۶_د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر سره د چاپېریال ساتنې د ادارې د رییس لیدنه.
۷_تېره مياشت افغانستان ته څه باندې ۳ زره بهرنيانو تګ راتګ کړی دی.
- [ ] سیمه:
۱_د پاکستان په کراچۍ کې د تېرې شپې د برید کوونکي انځور.
۲_په کراچۍ ښار کې هوایي میدان ته نږدې د چینایانو په موټریز کاروان چاودنه شوې.
۳_ايران کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۹ افغانانو ژوند بايللی.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د ایران او اسرائیلو ترمنځ یوه او بل ته د ګواښونو لړۍ.
۲_د اسرائيلو کفر فراديم باندې د لبنان حزب الله له لوري لګېدلی راکټي برید.
۳_د حزب الله توغندیزو بریدونو د اسرائیل په حیفه ښار کې مالي او ځاني زیانونه اړولي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.