د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمهالله پنځم ملي او نړیوال نندارتون د سوداګرۍ او پرمختګ د ودې لپاره مثبت ګام دی او ویلي یې دي، چې دغه نندارتون د افغانستان، سیمې او له سیمې بهر د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
ښاغلي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه د ازبکستان، ترکیې، ترکمنستان، قزاقستان او تاجکستان نومونه هم یاد کړي دي.
دغه نندارتون د تلې په ۱۵مه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري پرانیستل شو، چې په کې ۳۲۳ کورنیو او بهرنیو شرکتونو په شاوخوا ۷۰۰ غرفو کې خوراکي توکي، درمل، لبنیات، ساختماني مواد، لاسي صنایع، غالۍ، پلاستیکي محصولات، اوسپنه او بېلابېل کرنیز او صنعتي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او اووه ورځې به دوام وکړي.


