آی ایس آی چې د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره ده، په سیمه کې د جنګي ماشین په توګه فعالیت کوي؛ ترڅو د غربي هیوادونو په ځانګړي ډول د امریکا ګټې خوندي کړي.
د افغانستان، هند او ایران په شمول د سیمې مختلفو هېوادونو کې د وسله والو ډلو د ملاتړ له لارې؛ آی ایس آی په مستقیم ډول د سیمې په نا امنۍ کې ونډه لري؛ د دې شومو پلانونو له لارې، دوی نه یوازې د افغان ولس له عواطفو سره لوبې کوي؛ بلکې د سیمې د ثبات او سولې لپاره هم ستر ګواښونه رامنځته کوي.
یو واضح دلیل يې د شر او فساد ډلې ملاتړ دی؛ دغه ډله په افغانستان کې د نړيوالو جاسوسي سازمانونو په ځانګړي توګه د آی ایس آی د لاس آله ګڼل کېږي.
د شر او فساد ډلې د شوروي اشغال پر مهال له آی ایس آی سره د غلامۍ اړیکې لرلې؛ اوس بیا د ا.ا پر وړاندې ملاتړ له همدې ادارې ترلاسه کوي.
د آی ایس آی له لوري د شر او فساد ډلې ملاتړ او روزنه څرګندوي چې هدف یې په افغانستان کې تلپاتې ګډوډي او داخلي شخړې بیا راپورته کول دي؛ تر څو د غربي هېوادونو شوم اهداف په سیمه کې عملي کړي؛ دا کړنې نه یوازې د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ دي، بلکې د افغان ولس د هيلو او ارمانونو پر وړاندې هم یوه توره پرده غوړوي.
افغان امنیتي ځواکونو په نږدې ورځو کې د آی ایس آی یو نږدې همکار او جاسوس نیولی دی چې د شر او فساد ډلې سره یې مستقیمه همکاري لرله؛ هندوکش غږ ته رسېدلي اسناد او ویډیوګانې ښيي چې نوموړي د آی ایس آی او بغاوت جبهې سره په خپلو فعالیتونو اعتراف کړی دی؛ هغه د پاکستاني چارواکو، په ځانګړې توګه د کرنل شاهد او لیاقت علي باچا سره پاکستان کې لیدنې کړې وې؛ چې ورته د مرکزي ولایتونو او واخان سیمه کې د ناامنیو د رامنځته کولو پلانونه وړاندې شوي وو؛ همدارنګه نوموړی د مقاومت د جبهې مشرانو سره د اړیکو له لارې د شر او فساد ډلې د پیاوړې کولو هڅه کوله چې دا د افغان ولس د هيلو او د سيمې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ دی.
آی ایس آی په سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره بېلابېلې پروژې عملي کوي؛ چې اصلي موخه یې د خپلو او د غربي ګټو خونديتوب دی.
د آی ایس آی ګټې په دې کې دي چې د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د اوږدمهالو شخړو او جګړو په ډګر بدل کړي، ترڅو د خپلو او غربي موخو لپاره سیمه بې ثباته وساتي؛ دغه اداره په سیمه کې د غرب د جاسوسۍ او استخباراتي عملیاتو د ترسره کولو لپاره یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي.
د دې ناامنيو یوه مهمه موخه هم روس، چین او منځنۍ آسیا ده، چې له دې ناامنيو څخه په ګټه اخيستنې د غرب مخالفین تر فشار لاندې راولي او ورته مشکلات جوړ کړي؛ دا پروژې نه یوازې د سیمه ییزو هېوادونو په ثبات کې خنډ ګرځي، بلکې د افغان ولس د هيلو او ارمانونو په وړاندې به هم یو سيوری اچوي.
آی ایس آی غواړي چې د جګړې میدان بیا افغانستان شي، خو د اسلامي امارت په شتون کې د دوی دغه پلانونه ناکام شوي دي؛ اسلامي امارت نه یوازې د آی ایس آی شوم اهداف له منځه وړي، بلکې د غرب ګټې هم په سیمه کې په خطر کې شوي دي.
په همدې دلیل آی ایس آی د اسلامي امارت او افغانانو مخالف د شر او فساد ډلې سره مرسته او په افغانستان کې د بې ثباتۍ د بیا رامنځته کولو هڅې کوي.
شمالي ټلواله د آی ایس آی له لوري روزل او تمویل کېږي، تر څو په افغانستان کې امن خراب کړي، تعصب ته وده ورکړي، اسلامي حکومت ته زیان ورسوي او په سیمه کې ناامني دوام وکړي.
که چېرته د آی ايس آی دغه هڅې ونه درول شي، نو افغانستان به يو ځلي بيا د جګړو د میدان په توګه پاته او ټوله سيمه به ناامنه شي.
که چېرته موږ د شر او فساد ډلې او د آی ايس آی د دغې پروژې مقابل د ا.ا ټينګ ملاتړي نه شو؛ نو د افغانستان د روښانه راتلونکي په لور زموږ هیلې به له منځه لاړې شي.
دا چې ولي آی ايس آی د مختلفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي؛ يو ستر عامل يې د غربي هېوادونو اقتصادي او ستراتيژيکي ګټې دي؛ د آی ايس آی او غربي هېوادونو تر منځ دغه د غلامۍ اړيکې پر هغو پروژو ولاړې دي؛ چې غرب يې آی ايس آی ته په سيمه کې د خپلو سيالانو د کمزوري کولو لپاره ورکوي.
آی ایس آی د شر او فساد ډلې او داعش خراسان لپاره نه یوازې د تبليغاتو يوه پياوړې سرچينه ده، بلکې پر نړيوال سټيج پر افغانانو او ا.ا د دغو ډلو او غرب په فرمايش تهمتونه هم تړي تر څو د ا.ا اعتبار کمزوری کړي.
پاکستانی پوځ او آی ايس آی يو له هغو جنګي ماشينونو څخه شمېرل کېږي چې د سيمه ييزو او نړيوالو پروژو لپاره کرايه شوي دي؛ آی ايس آی د هر نړيوال جاسوسي سازمان لپاره په سيمه کې د سړې جګړې پر مخ بيولو لپاره اماده دی.
د افغانستان او هند په وړاندې جګړې، د ايران ضد د وسله والو روزنه، د بنګال مخالف د ډلو روزل او د پاکستاني پوځ له طرفه ورسره شوي وحشتونه او د بلوڅو په وړاندې تاوتريخوالي ټول د دې څرګندوي کوي چې ISI او پوځ د هر هغه طاقت لپاره چې پيسې ورکړي؛ خدمت ته چمتو دي او د دې لپاره دوی هم خپل ولس او هم د سيمې نور ولسونه تر غربي پروژو قربان کړي دي؛ آی ايس آی د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو ستر ګواښ دی چې د خپلو جنګي موخو لپاره د بې ګناه خلکو ژوند د سوداګرۍ په توګه کاروي.
پایله!
آی ایس آی چې د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره ده، د سیمې په ناامنۍ کې مهم رول لري؛ په ځانګړي توګه د امریکا او غربي جاسوسي سازمانونو د ګټو د خوندي کولو لپاره.
د دې ادارې لخوا د شر او فساد ډلې ملاتړ او د وسله والو ډلو روزنه د افغانستان په شمول په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره ستر ګواښونه رامنځته کوي؛ د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د آی ایس آی د جاسوس نیول، د آی ايس آی ناوړه پلانونه او د غربي هیوادونو غلامي څرګندوي.
د افغانستان اسلامي حکومت د آی ایس آی د شومو موخو مخنیوی کړی، خو آی ايس آی د شر او فساد ډلې د ملاتړ په وسیله هڅه کړې چې د افغانستان امنیت لا ګډوډ کړي.
په نهایت کې، آی ایس آی د سیمه ییزو او نړیوالو پروژو لپاره یو جنګي ماشین ګڼل کېږي، چې د خپلو شومو اهدافو لپاره د بې ګناه خلکو ژوند د سوداګرۍ په توګه کاروي؛ که چېرته د دې ادارې مخنیوی ونه شي، نو افغانستان او سیمه به د جګړو او ناامنیو سره مخ وي چې دا به د افغان ولس د هيلو او ارمانونو په وړاندې یو ستر خنډ وي.
ماخذونه:
https://en.m.wikipedia.org/wiki/Pakistan_and_state-sponsored_terrorism
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.