Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د خیبر له جرګې څه هیلې کېدای شي؟
    لیکني

    د خیبر له جرګې څه هیلې کېدای شي؟

    صابر افغانصابر افغان10 اکتوبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پښتون ژغورنې غورځنګ په ابتکار د پښتونخوا خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو لویه جرګه راغوښتل شوې ده.سره له دې چې د پاکستان حکومت یې سخت مخالفت کړی او د مخې نیولو ټولې هڅې کوي، خو غورځنګ هم په شدت سره د جرګې د ترسره کېدو هلې ځلې روانې کړي او له ټولو پښتنو یې د ګډون غوښتنه کړې ده.

    د غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي چې هر ډول وي سبا به جرګه دایروي؛ جرګه د پښتنو د کلتور مهمه برخه ده او پرېکړې یې مهم رول لوبوي.

    که سبا جرګه کېږي، ممکن د پاکستان د ریاست پر ضد هغومره سختې پرېکړې و نه کړي لکه څه ډول چې اکثریت خلک تمه لري؛ په ځانګړي ډول له کرښې دېخوا پښتانه له جرګې ډېرې لویې تمې لري او ان له جرګې د یو خپلواک دولت د اعلان هیله هم ساتي.

    خو د ملتپالو او نورو پښتنو ګوندو تېر ته په کتلو نه ښکاري چې جرګه به هغسې لویې پرېکړې وکړي چې د پښتنو په برخلیک کې به لوی بدلون راولي.

    غورځنګ له پیله تل دا ادعا کړې چې مبارزه او غوښتنې یې د پاکستان د قانون په چوکاټ کې دي او ممکنه ده چې جرګه به هم د قانون په چوکاټ کې پرېکړې وکړي.

    د ورکو پښتنو موندل او محاکمه کول، طبیعي زېرمو کې د هغې سیمې خلکو ته لومړیتوب ورکول، ممکن له ځینو سیمو د پوځ ایستل او د قانون په چوکاټ کې د پښتنو د نورو حقونو غوښتنه ښایي د جرګې مهمې پرېکړي وي.

    دا هغه غوښتنې دي چې غورځنګ او د پښتنو نورو سیاسي ګوندونو یې په یوازې ځان له ډېر پخوا څخه غوښتنه کړې ده، خو که جرګه کېږي او دا غوښتنې مطرح کېږي، نو دا به لومړی ځل وي چې د پښتنو ټول ګوندونه او سیاسي او غیر سیاسي ډلې په ګډه له پاکستاني ریاست څخه خپل حقوق غواړي.

    له جرګې د خپلواکۍ د اعلان او له پاکستان څخه د بېلتون او پر ضد یې د وسلې راخیستلو هیڅ تمه نه شي کېدای، ځکه غورځنګ او نور پښتانه پوهېږي چې دا وخت د دوی د وسله والې مبارزې له پاره جوړ نه دی او نه کولی شي چې د وسله والې مبارزې له لارې هغه موخې ترلاسه کړي د کومو موخو له پاره چې دوی د قانون په چوکاټ کې مبارزه کوي.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډله د آی ایس آی په لاسونو کې!
    راتلونکي مقاله آی ایس آی (ISI) په مستقیم ډول د سیمې په ناامنۍ کې ونډه لري!

    مربوطه لیکنې

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026

    مقاومتي جبهې او له دیني رنګ څخه یې ګټه اخیستنه

    14 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 19 مې 2026

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    د ایران مرکچي پلاوي ته یوې نږدې سرچینې ویلي، امریکایانو ورسره منلې چې د مذاکراتو…

    کابل کې د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    19 مې 2026

    سبا چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

    19 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    19 مې 2026

    کابل کې د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    19 مې 2026

    سبا چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

    19 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.