قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ښاغلی سهیل شاهین په دوحه کې د ترکیې له سفیر مصطفی ګوکسو سره کتلي.
سهیل شاهین پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې یې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان او ترکیې پر دوه اړخیزو اړیکو، د ښوونې او روزنې، روغتیا او کرنې په سکټورونو او د دې سربېره افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې هېواد کې د سیاسي او امنیتي ثبات له ډاډمن کېدو وروسته ترک پانګوالو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګه اچونې ژمنې کړي.