Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»دیني لیکني»مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (٧)
    دیني لیکني

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (٧)

    صابر افغانصابر افغان27 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ستونزو او نیمګړتیاوو لوی ښوودل:

    د یوه ٢٤ میلیونه نفوس لرونکي هیواد اداره کول او ساتل، نه یوازې له نړیوال ملاتړ پرته، بلکې له نړیوالو فشارونو سره سره د اسلامي امارت یو شاهکار دی، هغه کسان چې د یوې لس کسیزۍ کورنۍ مسؤولیت لري، په دې خبره ښه پوهېږي.

    د پرځېدلي جمهوریت لاسپوڅی حکومت:
    د جمهوري حکومت چې د ۴۸ لویدیځو هیوادونو له ملاتړ سره سره یې د هیواد د اداره کولو توان نه درلود، شاوخوا سیمې او ولسوالۍ د اسلامي امارت په کنټرول کې وې، په ښارونو کې زورواکو او قدرت لرونکو خلکو د ملوک الطوایفي په څیر د قدرت نمایش کاوه.

    د اسلامي امارت هڅې:
    اوس چې اسلامي امارت د هیواد د چارو مسؤولیت په غاړه اخیستی، د آبادۍ، پرمختګ او اقتصاد ښه کولو لپاره کار کوي، لا هم ځینې خلک د کمزوریو د نشرولو او پراخولو په هڅو سره د وطن او ملت د خرابۍ په هڅه کې دي.

    د اسلامي امارت د افرادو کمزورتیاوې:
    حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت ځینې کسان کمزورتیاوې لري یا له هغوی څخه کمزورتیاوې څرګندېږي، مګر ټولو ته په یو نظر کتل د مسلمانۍ او انسانیت کار نه دی.

    د مقاومت جبهه:
    د مقاومت جبهې(شر او فساد ډلې) کار دا دی چې که د اسلامي امارت له افرادو څخه کومه جدي یا جزئي تېروتنه و ویني، په سلوګونو رسنیو کې یې خپروي او داسې یې تبلیغوي چې ټول اسلامي امارت همداسې دی.

    د هېوادوالو ګیلې:
    که کوم هېوادوال د اسلامي امارت یا یې کومې ادارې په اړه شکایت ولري، د خلکو په خبره د مقاومت جبهې غوا لنګه ده، دوی یې داسې خپروي چې ټول ملت ناراض او خفه دی.

    په کمزورتیاوو تمرکز:
    د خلکو د خوښۍ په اړه په مخابراتي شبکو کې هېڅ خبره نه کوي او یوازې د کمزورو نکتو پر تمرکز بوخت دي؛ بیچاره‌ګان دې ته رسېدلي چې ځینو ته پیسې ورکوي ترڅو د اسلامي امارت په وړاندې شکایت وکړي؛ دوی د اسلامي امارت د حیثیت خدشه دار کولو لپاره په لوړه کچه مصارف کوي.

    په رسنیو کې د کمزورتیاوو خپرول:
    کله چې د اسلامي امارت یوه کمزورې نکته څرګنده شي یا د حکومت په اړه شکایت وشي، تاسو په لسګونو امارت ضد رسنیو کې دا خبرې اورئ، په دې اړه تحلیلونه کوي، وخت او پیسې پرې مصرفوي.

    د کمزورو نکتو کچه:
    که د اسلامي امارت ټولې کمزورتیاوې او نیمګړتیاوې چې په رسنیو کې خپرې شوې، وڅېړو؛ ښايي تر سل کرښو پورې ورسېږي، مګر داسې څرګندې شوې چې ګواکې ټول حکومت همداسې دی؛ دا ټول د بغاوت جبهې له دسیسو او وسوسو سره تړاو لري او د همدوی له لمنې زېږي.

    د قرآن کریم درس:
    الله تعالی په قرآن کې ټولو مسلمانانو ته درس ورکوي چې له انسان څخه د هغه د انسانیت په کچه تمه ولرئ، نه له هغې څخه زیاته، لکه څنګه چې د سورة نساء په ۲۸ آیت کې وایي:«وَخُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا» انسان کمزوری پیدا شوی دی.

    بشري تېروتنې:
    همدارنګه د سورة انفال په ۶۶ آیت کې وایي:«ٱلۡـَٰٔنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمۡ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمۡ ضَعۡفࣰاۚ»، ژباړه: اوس الله تعالی پر تاسو آسانتیا کړې او واضح کړې یې ده چې په تاسو کې کمزورۍشته؛ هو، انسان کمزوری دی او له هغه خطا کېږي.

    له انبیاء کرامو پرته هېڅ بشر له خطا مصون نه دی.

    د ناسمو خبرونو په اړه د مسلمانانو مسؤولیت:
    قرآن د مسلمانانو د اساسي قانون په توګه په رسنیو کې د خبرونو او اوازو په اړه اشاره کوي او لوی درس ورکوي، د سورت الحجرات په شپږم آیت کې فرمایي:«يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن جَآءَكُمۡ فَاسِقُۢ بِنَبَإࣲ فَتَبَيَّنُوٓاْ أَن تُصِيبُواْ قَوۡمَۢا بِجَهَٰلَةࣲ فَتُصۡبِحُواْ عَلَىٰ مَا فَعَلۡتُمۡ نَٰدِمِينَ».
    ژباړه: ای د ایمان خاوندانو! که کوم فاسق تاسو ته خبر راوړي نو په اړه یې تحقیق او څېړنه وکړئ؛ داسې نه چې تاسو د ناپوهۍ له امله یوې ډلې ته زیان ورسوئ بیا په خپل کړي عمل پښېمانه شئ.

    هو، له تحقیق پرته د یوې ډلې او اسلامي نظام د کمزورتیاوو په ګوته کول لویه ګناه ده، که څه دا رښتیا هم وي، موږ باید د هغې په خپرولو سره دا کمزورتیا غښتلې او دښمنان یې زړور نه کړو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد تل‌ابیب په شمال کې یوه کس د بسونو یو تم ځای ته څېرمه په خپل بار وړونکي موټر باندې ګڼ شمېر اسرائیلیان وهلي
    راتلونکي مقاله لبنان کې د حزب الله غورځنګ په مخامخ جګړه کې څلور اسرائيلي پوځيان وژلي

    مربوطه لیکنې

    جګړه ییز شدت پاکستاني چارواکي وارخطا کړي دي

    9 جنوري 2025

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده (١١)

    23 نوومبر 2024

    مقاومت جبهه؛ د قرآن کریم له انده(١٠)

    20 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    ‏د ‎ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د زندان اړوند…

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.