د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، روانه اوونۍ یې د ښځو د شرعي حقونو ۱۴۲ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، په همدې موده کې ۱۱ دښمنۍ حل او ۶۲ شخړې هم هوارې کړې دي.
ياد وزارت همدا راز ويلي، چې تېره اوونۍ یې د کوډګرۍ په تور ۱۱ کسان نیولي او ۴۵۶ اصلاحي غونډې هم ترسره شوې دي.


