د دیني او عصري علومو تر منځ واټن په بشپړ ډول له منځه تللی
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسوولینو او استازو سره لیدلي.
په دې ناسته کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤولینو او استازو د هېواد د تحصیلي او پوهنیز سکتور په استازولۍ د سیاسي معاونیت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي د اسلامي امارت د مشرانو لخوا یې غږ په خپل وخت اورېدل شوی دی.
غونډې ته راغلو مسئولینو ویلي، په تدریجي ډول به د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو حالت له نړیوالو تحصیلي بنسټونو سره برابر شي او په دې برخه کې د اسلامي امارت په همکارۍ ډېرې هڅې شوې دي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت د علم او زده کړو ملاتړی دی او هڅه کوي چې خصوصي سکتور ته غوره امکانات برابر کړي.
مولوي عبدالکبیر په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت دیني او عصري زده کړو ته ارزښت ورکوي او له همدې امله د دیني او عصري علومو تر منځ واټن او تضاد له منځه تللی دی.
نوموړي د پوهنتونونو مسوولینو او استازو ته په خطاب کې ویلي، د هغوی پر وړاندېزونو به غور او د هغو د ستونزو د حل هڅې وشي.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر یادونه کړې چې د اسلامي امارت لومړنۍ موخې تر لاسه شوې او دا مهال له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په ښه حالت کې دي.