کابل ښاروالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک (ملالۍ) څلور لارې څخه د حلقوي سړک تر اوږدو پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې، د لومړۍ طبقې تر بشپړېدو وروسته پیل شوې.
د ښارولۍ مسوولینو ویلي، دغه سړک چې ۱۳۲۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به په اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.