کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پروان امنیې قوماندانۍ ځواکونو په دغه ولایت کې د ۶۵۶ کیلوګرامه قیمتي لاجوردو د قاچاق په تړاو دوه تنه نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پروان امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو، د اوومې امنیتي حوزې د منسوبینو په همکارۍ، دغه کسان هغه مهال نیولي چې لاجورد، شپږ کارټنه جنسي تقویتي درمل او درې قبضې ګلاک تومانچې یې په یوه «۵۸۰» ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو.
د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.


