Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ډونالډ ټرمپ ممکنه بریا؛ د بغاوتګرو او په بهرنیو هېوادونو کې د مزدورو سیاسونو نوي هیلې
    لیکني

    د ډونالډ ټرمپ ممکنه بریا؛ د بغاوتګرو او په بهرنیو هېوادونو کې د مزدورو سیاسونو نوي هیلې

    صابر افغانصابر افغان5 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بغاوتګر هیله لري، چې که ټرمپ د واک پر ګدۍ کښېني، نو بیا ځل به جمهوري غوښتونکی ګوند له صلاحیتونو برخمن شي، نو په بهر کې میشت باغي ډلو – ټپلو ته به د مالي او تسلیحاتي ملاتړ زمینه مساعده کړي، ترڅو بیا ځل افغانستان د یوې بلي خونړۍ جګړې خوا ته ور ټیل وهي او نسبي امنیت له ولسونو واخلي.

    جمهوري غوښتونکي ګوند چې د پوځ ملاتړ لري او په افغانستان کې یې پخوا د یوې ستراتیژۍ له مخې د جګړې پلوي کوله، مګر دا مهال یې د افغانستان په اړه دریځ نا څرګند دی او تر ډېره د امریکا داخلي وضعیت ته توجه کوي.

    خو په امریکا کې د بهرنیو جګړو په اړه د پرېکړو مرجع یواځې ولسمشر او پوځ نه دي، بلکې د دغه هېواد د بهرنیو متحدینو په شمول، د دغه هېواد کانګرس، امنیت شوری او استخباراتي ادارې هم دي؛ اوس مهال امریکا د اوکراين جګړې د اکمال تر څنګ له اسرائیل د دفاع او منځني ختیځ د جګړو مدیریت ته اولویت ورکړی.

    بل‌خوا امریکا په افغانستان کې د یوې بلي جګړې لپاره داسې دلایل او لارې چارې په لاس کې نه لري، چې نړیوالو متحدینو ته پرې قناعت ورکړي او جګړه پیل کړي، ځکه چې:
    ۱. اوسنی افغانستان د دوحې تړون له مخې د امریکا او نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
    ۲. په افغانستان کې د حاکمیت لپاره پخواني سیاسیون او نظامي مشران چې بې شرمانه ماتې یې وخوړه، د یوې بلې جګړې د مدیریت لپاره نه انتخابوي.
    ۳. په افغانستان کې د امریکا ګټې په سیاسي لحاظ لا هم په خطر کې نه دي، ځکه چې افغانستان اوس یو بې طرفه او مستقل سیاست لري.
    ۴. امریکا، نړۍ او د سیمې هېوادونه په دیپلوماتیکو پرمختګونو او ډیالوګ رامنځته کولو باور لري.
    ۵. د ۲۰۰۱م کال په پرتله اوس مهال، د سیمې هېوادونو له لارې د امریکا لپاره لوژستیکي اکمال تر ډېره ممکن نه دی، ځکه د سیمې هېوادونه هم تر ډیره د جګړې لپاره تیار نه دي.
    ۶. له افغانستان څخه تښتېدلي ټول سیاسيون او چارواکي په یوه خوله نه دي، یعني ټول یا په سیاسي او یا هم په نظامي مبارزه باور نه لري، بلکې نظرونه او دریځونه یې تیت دي.
    ۷. له نړیوالو سره په افغانستان کې د بشري وضعې(فقر او بېکارۍ) په اړه اندېښنه شته، نو له دې کبله د جګړې پر ځای بشري مرستو ډېرولو ته اولویت ورکوي، څو په افغانستان کې د فقر کچه ټیټه شي.

    پورته دلایلو او علتونو ته په کتلو په افغانستان کې د یوې بلي جګړې لپاره د بغاوتګرو هیلې ناسمې دي او تر څو ورځو پورې یواځې د ځان مطرح کولو او عامه اذهانو مغشوش کولو په موخه په ځلونو یادي هیلې څرګندوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکډوالو چارو وزارت: د ژمي تر راتګ مخکې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدوو
    راتلونکي مقاله د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم يو لړ تازه ټاکنې شوې دي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    ‏د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبکستان د انرژۍ وزیر…

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025

    ملګري ملتونه: غزه کې روانه قحطي او لوږه د نړۍ په معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025

    ملګري ملتونه: غزه کې روانه قحطي او لوږه د نړۍ په معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،923 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.