له تېرو څو لسيزو راهيسې افغانان په پرله پسې جګړو کې ښکېل پاتې شوي، ځورېدلي او د سختو ناخوالو سره مخ شوي دي؛ د امریکايي يرغل وروسته طالبانو شل کاله مبارزه وکړه چې په پای کې يې نړیوال زبر ځواکونه مات او افغانستان ته د بشپړ واک په لاسته راوړلو سره بريالي راغلل؛ افغانان چې له جګړو ستړي شوي وو او د سولې و آرامۍ تمه او اميد يې درلود نو ځکه يې د طالبانو تر واک لاندې د امن په ازاده فضا کې د نوي ژوند پیل وکړ.
خو د شر او فساد ډله د دې سولې او امن مخالفه وه، ځکه د دوی شخصي ګټې د سولې په راتګ کې په خطر کې شوې؛ دوی چې اوس د هېواد نه بهر ژوند تېروي او له بهرنیو هېوادونو څخه د جګړې او بغاوت شعارونه زمزمه کوي، خو په میدان کې یې هېڅ قوت او نظامي پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
په تېرو شلو کلونو کې سره له نړیوال ملاتړ او پوځونو يې بيا هم د طالبانو پر وړاندې کومه بریا ترلاسه نه کړه نو اوس به په يواځې سر څه وکړي؟
دغه ډله اوس نړيوالو ته په زارۍ ده چې د دوی ملاتړ او پر افغانستان بیاځلي يرغل وکړي؛ خو غربي نړۍ له دوی سره په ښکاره ډول مرسته نه کوي؛ دا چې ولې يې په ښکاره ملاتړ نه کوي، څو وجې يې ذکر کوم:
۱. افغان حکومت هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي، او دا یې يوه اساسي پاليسي ده چې افغان حکومت په کلکه پرې ولاړ دی؛ نړیوال هم هڅه کوي له طالبانو سره ښې اړیکې ولري، ځکه دوی پوهېږي چې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې لپاره د امن په معنا دی، ځکه خو نړیوال په ښکاره ډول د هغو ډلو ملاتړ نه کوي چې د افغانستان امنیت او د طالبانو سره اړیکې يې زیانمنولای شي.
که نړیوال د شر او فساد ډلې سره ښکاره مرسته وکړي، دا به نه یوازې د طالبانو سره د دوی اړیکې خرابې کړي؛ بلکې د سیمې امنیت به هم له خطر سره مخ کړي، ځکه چې افغانستان کې د ناامنۍ هره څپه په سیمه ییز امنیت مستقیم اغېز لري.
۲. غربي هېوادونه د اوږدو جګړو له امله ستړي شوي او نور نه غواړي چې په افغانستان کې بیا پوځي مداخله وکړي؛ دوی اوس دې پایلې ته رسېدلي چې افغانستان کې پوځي مداخله تل په ناکامۍ پای ته رسېږي.
د شوروي اتحاد او بیا د امریکا وروستی يرغل دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې افغانستان کې هېڅ بهرنی طاقت دوامداره ولکه نه شي ټينګولی، ځکه چې افغانان پر آزادۍ مین خلک دي او غلامي نه مني.
له تېرو شلو کلونو جګړو څخه غربي هېوادونه، هم له اقتصادي او هم له نظامي لحاظه خورا زیانمن شوي؛ نو ځکه غواړي چې د بیا ځلې نظامي مداخلې پر ځای په نورو لارو چارو تمرکز وکړي.
۳. نړیوال پوهېږي چې د شر او فساد ډلې(شمالي ټلوالې) مقاومت یوازې تر فسبوک او نورو ټولنیزو شبکو پورې محدود دی.
د شر او فساد لارویان په عملي توګه د طالبانو پر ضد جګړه نشي کولی؛ دوی ته معلومه ده چې افغانان له جګړو ستړي شوي او د سولې غوښتونکي دي، ځکه د طالبانو ملاتړ کوي؛ له همدې امله د شر او فساد ډله یوازې څو بهر کې ناست هغه افراد دي چې مقاومت یې تر ټولنیزو رسنیو پوري محدود شوی، د طالبانو مقابل د جګړې او عملي ځواک توان نه لري.
۴. نړيوال د شر او فساد ډلې له تېرو کړنو څخه ښه خبر دي، نو ځکه نه غواړي له دې ډلې په ښکاره ډول ملاتړ وکړي.
په تېرو شلو کلونو کې چې په جمهوريت کې د دې ډلې غوښنه ونډه وه؛ يوازې غلا، فساد، تعصب او د افغانانو کړول یې کردار وو؛ غربيانو ته اوس دا ښکاره شوې چې له دوی سره درېدل یوه ستره تېروتنه وه، ځکه خو نړيوال نه غواړي بياځلي ځانونه د دې مفسدینو په ملاتړ په شرمونو وشرموي.
۵. د طالبانو ځواک او طاقت ته په کتلو نړيوال پوهېږي چې د دوی طاقت ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی، مجهز او منظم سیسټم او پوځ لري؛ په مقابل کې د شمالي ټلوالې کمزوری حالت او د ولس د ملاتړ نشتوالى دی چې نړيوال د دې ډلې د ښکاره ملاتړ او مرستې لپاره زړه نه ښه کوي.
۶. نړیوال غواړي چې د طالبانو سره سیاسي او اقتصادي تعامل وکړي، ځکه چې طالبانو افغانستان او سیمه کې امن راوستلی دی؛ د کاروبار او پرمختګ لپاره د امنیت رامنځته کول لومړنی او اړین شرط دی چې د طالبانو حکومت کې دغه شرط پوره شوی؛ له همدې کبله نړیوالو د شر او فساد ډله یوازې پرې ایښې او غواړي چې په سیمه کې د پرمختګ لپاره د طالبانو سره اړيکو ته دوام ورکړي.
۷. دا چې د شر او فساد ډله په خپل منځ کې نه کوم ټاکلی مشر لري او نه کوم د باور وړ اتحاد؛ هر یو یې پر يوه او بله د شخصي مفاداتو لپاره ځغلي؛ احمد مسعود په یوه خوا، عبدالرشید دوستم، کريم خلیلي پر بله، او همداسې امرالله صالح او نورو یې هر یوه ځانته لارې انتخاب کړي.
دوی په خپلو منځونو کې سخت مخالفتونو سره مخ دي، ځکه له دوی څخه د هر يوه هدف شخصي ګټې دي؛ نه اسلام، وطن او ولس.
د شر او فساد لارویان د هیڅ ډول منظم جوړښت یا واحدې رهبرۍ توان نه لري؛ افغان ولس د دوی په دروغجنو او بې بنیاده شعارونو نور نه تېروځي، ځکه د شلو کلونو په دوران کې یې د دې ډلې کړنې په خپلو سترګو لیدلې دي کوم چې پرته له فساد، تعصب، او لنډغرۍ بل څه نه لري.
ولس ته اوس څرګنده شوې چې دغه ډله د شخصي ګټو لپاره د افغان قومونو تر منځ د نفرت تخم کرلی وو؛ د دوی له ملاتړه يې لاس اخيستی، له دوی څخه يې د تعصب وسله اخیستې او ټول افغان قومونه په يوه اتحاد ژوند کوي، ځکه خو دوی په خپلو کې په جنجالونو کې ډوب دي او نړیوال یې د دې حالاتو په لیدو سره له ملاتړ کولو ډډه کوي.
۸. د شر او فساد ډلې د طالبانو د مخالفت لپاره هرې خوا ته لاس اوږد کړ، هر استخباراتي سازمان ته یې ځان د هر ډول کار کولو لپاره وړاندې کړ چې په پایله کې د غربي جاسوسي ادارو او آی ايس آی په دام کې راګير او د داعش سره یو ځای شوه؛ د دوی دغه کړنه د سیمې لپاره د جدي خطر زنګ وګرځېد چې له کبله یې د سیمې هېوادونو له دې ډلې لاس واخیست.
نړیوال په ښکاره د شر او فساد ډلې سره مرسته نه کوي؛ مګر همدغه غربي او نور جاسوسي سازمانونه دي چې دوی د خپلو شومو ګټو لپاره استعمالوي تر څو پرې خپلې ګټې خوندي کړي؛ د څو ډالرو او بهر کې د تابعیت ورکولو په پار یې ترې د استخباراتي لوبو نانځکې جوړې کړي.
د آی ایس آی، غربي، ايراني، او تاجکستاني جاسوسي سازمانونو سره د دې ډلې اړیکې يې ښه مثالونه دي؛ دغه استخباراتي شبکې هم خپل پلانونه لري او غواړي په سیمه کې څه ناڅه نفوذ ولري، ځکه د طالبانو په راتګ سره افغانستان کې د پردیو جاسوسان ختم شوي، اوس نړيوال د خپلو شومو اهدافو د عملي کولو لپاره افغانستان کې څوک نه لري.
همدا وجه ده چې نړیوال استخبارات یواځيني جاسوسان د شر او فساد ډلې غړي لري؛ هر یو هڅه کوي چې پکښې خپل نفوذ زیات کړي.
نو په پایله کې ویلی شو چې د طالبانو په راتګ سره افغانانو د سولې او آرامۍ نوی ژوند پیل کړ؛ خو د شر او فساد ډلې دا ثبات خپلو شخصي ګټو ته ګواښ ګڼلی او د بغاوت هڅې کوي.
نړیوال د شر او فساد ډلې ملاتړ په ښکاره نه کوي، ځکه طالبان اوس یو منظم حکومت او ځواک دی کوم چې نه پرېږدي افغان خاوره د پرديو پروژو د عملي کولو ډګر وګرځي.
نړیوال هم له طالبانو سره اړیکې پالل غواړي؛ د شر او فساد ډله اوس د بهرنیو جاسوسي ادارو له خوا د هغوی د ګټو لپاره کارول کېږي خو دغه ډله داخل د هېواد کې د جګړې توان نه لري او نه هم افغان ولس کې ملاتړ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.