د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې د جرمني د هالې محکمې د ساکسوني-انالټ ایالت د پارلمان پخوانی غړی او د مسیحي دیموکرات ګوند غړی ډیټلیف ګورت د افغانستان اتباعو ته د سپکاوي په تور ۱۸۰۰۰ یورو جریمه کړ.
راپورونه وايي دغې محکمې حکم کړی چې دغه سیاستوال باید تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې هره ورځ ۲۰۰ یورو جریمه ورکړي.
خو ډیټلف ګورت وايي، چې د محکمې پر پرېکړې یې اعتراض کړی او استیناف یې غوښتی دی.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د فوټبال د لوبې پر مهال د یوه افغان کډوال له خوا د چړې وهلو له پېښې وروسته ګورت په خپله ایکس پاڼه لیکلي: “دا خاوره باید له افغانانو پاکه شي.