انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه له ویلادیمیر پوتین سره د لیدنې او د واشنګټن د نوې طرحې د وړاندې کولو لپاره د روسیې سنپترزبورګ ښار ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، وېټکاف له ناروې څخه په ځانګړې الوتکه کې د سنپترزبورګ پولکوو هوايي ډګر ته رسېدلی او د روسیې د ولسمشر د نړیوالو اقتصادي همکاریو ځانګړي استازي کریل دیمیتریف هرکلی یې کړی دی.
وېټکاف تر دې وړاندې په ناروې کې هم د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کړې وې. په دغو خبرو کې د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي، د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټورې او د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب ګډون درلود او د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر هم د ویډیويي اړیکې له لارې برخه اخیستې وه.


