د کرنټ رپورټ رسنۍ د راپور له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف وېلي چمتو یو چې فلسطیني ښځو او ماشومانو ته وړیا طبي خدمات وړاندې کړو.
پر غزې د صهيونيستي اسرائيلو له وروستي يو کلن يرغل او بريد راوروسته ميليونونه فلسطيني وګړي عاجلو طبي مرستو ته اړتيا لري، خو؛ صهيونيستي رژيم له بريد سربېره هلته د هر ډول مرستو رسولو لارې هم بندې کړي دي.