د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان زیږدیز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له ترکیې سره د ۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
بل خوا تېره ورځ افغانستان کې د ترکیې سفیر جنک اونال ویلي و، چې هڅه کوي له افغانستان سره د ځمکني ټرانسپورټ د فعالیت لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
هېره دې نه وي چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو وروسته افغان سوداګرو لپاره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې بربرې شوي او دا چاره لاهم دوام لري.