د نيمروز ولایت د امنيې قومندانۍ مسئولینو خبر ورکړی چې، چې د یاد ولایت د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې له زر بستريز روغتون څخه ۱۵۰ روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه راز د زرنج ښار له بېلابېلو برخو ۱۵۰ تنه نور روږدي راټول او د روږدو کسانو د درملنې زر بستريز روغتون ته معرفي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې هېواد کې د تېرو شلو کالو جګړې په ترڅ کې سلګونه زره هېوادوال د نشهیي توکو د کاروباریانو له لوري روږدي شوي، چې د اسلامي امارت له بیا ځل حاکم کېدو وروسته یې د درملنې لړۍ پیل شوې.
عام باور دا دی چې ټولنه کې د روږدو کسانو درملنه په عامه ذهنیت مثبته اغېزه کوي او په ټولنه کې د جرمونو په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.