د کندهار ولایت مقام د پاکستان پوځی رژیم د پوځ د ویاند هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې په کندهار کې د دغه ولایت د والي په مشرۍ له بهرنیو جنګیالیو سره غونډه شوې ده.
د کندهار ولایت مقام ویلي، د پاکستاني نظامي کړیو موخه دا ده چې د «پوچو ادعاوو» له لارې په افغانستان کې د ملکي وګړو په شهارت رسول او نور جنایتونه توجیه کړي.
ولایت مقام زیاته کړې، چې افغانستان اړتیا نه لري چې بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي او یا ناستې پاستې ورسره وکړي.


