د افغانستان د زعفران کارانو ټولنې له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۴۰ ټنه زعفران راټول شوي، په داسې حال کې، چې تېر کال دغه حاصلات ۳۰ ټنه وو.
دغه اندازه زعفران د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت امریکا متحده ایالاتو، اروپا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي وو.
افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو د تولید په برخه کې دویم لوی هېواد دی او د څو پرلپسې کلونو لپاره یې په دغې برخه کې د کیفیت له اړخه لومړی مقام هم خپل کړی دی.
د زعفرانو صادرونکو شرکتونو ځینې مسوولین وايي د بانکي محدودیتونو له امله له بېلابېلو هېوادونو پیسې د صرافیو له لارې په زیات لګښت سره ترلاسه کوي.