د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د دغه وزارت په مقر کې د ۱۴۰۴ ه.ش کال د امنیتي پلان جوړونې کلنۍ ناسته د هېواد د وسلهوال پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د استخباراتو د لوی ریاست او د کورنیو چارو وزارت د مسئولینو په شتون کې ترسره شوې ده.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې د یادې ناستې موخه په هېواد کې د ۱۴۰۴ ه.ش کال لپاره د ډاډمن امنیتي پلان برابرول او په هېواد کې د لویو پروژو د امنیت لپاره خبرې وې، چې د دریو واړو ارګانونو ترمنځ د ګډې همغږۍ له لارې امنیت تأمین کړي.
دې غونډې ته د هېواد د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د خپلو خبرو پر دوام ویلي: «د هېواد د امنیت او ثبات لپاره هدف، پلان جوړونې او د راتلونکي لپاره یې تجزیې او تحلیل ته اړتیا لرو.»