Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کميسيون غونډه کې يو لړ مهمې پرېکړې شوي
    افغانستان

    د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کميسيون غونډه کې يو لړ مهمې پرېکړې شوي

    صابر افغانصابر افغان17 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې غونډه کې یو لړ مهمې پرېکړې ترسره شوي دي.

    د یادې خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست په ګډون اړوندو بېلابېلو حکومتي ریاستونو او وزارتونو استازو ته دنده سپارل شوې چې په ټول افغانستان کې د شریعت خلاف بد رواجونه تثبیت، د مخنیوي لپاره دې تګلاره جوړه او د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام ته یې وړاندې کړي.

    د دغې غونډې په دوام د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست شیخ نورالحق انور په مشري، د کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، هغه ځمکې چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي، تر ښاري پلان لاندې او بنسټیزې چارې یې یوه اندازه ترسره شوې وي هراړخیزه کړنلاره دې ورته جوړه کړي چې له مخې یې خلکو ته ځمکې په اصولي توګه و ویشل شي.

    همداراز هغه هستوګنیز ښارګوټي چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي او تصفیه شوي دي، هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق خلکو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي.

    همدا راز یاد پلاوي ته لارښوونه شوې چې د ښاري پلان له مخې دې، د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته کړي.

    د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او اراضي ریاست په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د کابل په څلورو خواوو کې د صنعت اولیه او خفیفه لپاره دوه دوه زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو د جوړولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون له مخې وسپارل شي.

    یاد پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې د صنعتي ساحو لپاره شل شل زره جریبه ځمکه د اسلامي امارت د رهبر له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان له مخې ځانګړې او وسپاري. همدا راز لارښوونه شوې چې د یادې ځمکې له یوې برخې څخه د کانونو د پروسس کولو لپاره هم ګټه واخیستل شي.

    خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دې پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په کندوز ولایت کې دې لس زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو لپاره د امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې او وسپارل شي.

    همداراز د کوچني صنعت یا تشبثاتو لپاره دې په هر ولایت کې له لس څخه تر پنځوس جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې او وسپارل شي او د مالدارۍ، کرنې او د چرګانو پالنې لپاره دې خلکو ته ملکیتاً یا په اوږدمهاله د تمدید وړ اجاره ورکولو په موخه هراړخیزه کړنلاره چمتو کړي.

    د خبرپاڼې له مخې د دې غونډې په دوام د اقتصادي کمېسیون استازو ته دنده سپارل شوې چې، د لویو لارو په اوږدو کې هغه ځمکې چې هلته د مسجد او لوازماتو د ودانولو په موخه ټولګټو وزارت ته تثبیت شوې او د یاد وزارت له لوري تراوسه نه دي ابادې شوې، خصوصي سکټور ته ورکړي، چې نارینه او ښځینه مسجدونه، تر څنګ یې تېل پمپونه، هوټل او د مسافرو د اړتیاوو مطابق ودان کړي چې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

    د اقتصادي کمېسیون په دې ځانګړې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو او اراضي ریاست ته دنده سپارل شوې چې، په هغو سیمو کې چې امارتي ځمکې او ترڅنګ یې اوبه شتون ولري، د اغېزمنې ګټې اخیستنې او خلکو ته د اجاره ورکولو په موخه هراړخیزه طرحه چمتو کړي.

    همداراز په دغه غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته سپارښتنه شوې چې د سپين زر امارتي شرکت اړوند له کوکچې تر آبدان دښتې د کانال طرحه اقتصادي کمېسیون ته واستوي او د منظورۍ په موخه دې د اسلامی امارت د رهبرۍ محترم مقام ته وړاندې کړي.

    مخکینۍ مقالهد رحمت الله نبیل په مشري ګوند هم له تازه جوړ شوي ائتلاف جلا شو
    راتلونکي مقاله د اشرف غني د میلیونونه ډالرو د تېښتي واقعیت څرګند شو

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ پر صهیونیستي اهدافو د «وعده صادق-۳»…

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.