د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې امریکا تایوان ته د ۵۷۱ میلیونه ډالرو مرستې په ورکولو له «اور سره لوبې کوي.»
یاد وزارت تایوان د چین لپاره سره کرښه بللې او ویلي یې دي چې، امریکا دې ورسره مرستې بندې کړي.
د یادې اعلاميې له مخې، چین به د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.